اطلاعات روز: ملګري ملتونه وايي، چې د ژمي په را رسېدو سره په هرات کې ډېری زلزله ځپلي لاهم په خېمو کې ژوند کوي او مناسبې سرپناه او پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.
دې سازمان نن (شنبه، ۲۰ د لړم) پر خپله ايکس پاڼه ليکلي، چې تر ويجاړوونکو زلزلو يوه مياشت وروسته هم بېړنيو مرستو ته اړتيا ده.
تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي و، چې په هرات کې د زلزله ځپلو لپاره د غوښتل شوې ۹۶.۳ ميليونه ډالرو بودیجې څخه ۲۶ سلنه يې ترلاسه شوې ده.
د اوچا په وينا، يوازې د سرپناه د برابرولو په برخه کې ۴۰.۲ ميليونه ډالرو ته اړتيا ده، خو تر اوسه ۷.۵ ميليونه ډالر ترلاسه شوي.
د اوچا په وروستي راپور کې راغلي چې لومړنۍ څو اړخيزې ارزونې ښيي چې په هرات کې د وروستیو زلزلو له کبله تر ۴۸ زره زياتې کورنۍ اغېزمنې شوې دي.
له دې راپور سره سم، تقريبا ۱۰ زره کورونه په بشپړه توګه ويجاړ شوي او ۲۰ زره او ۴۳۰ کورونه سخت زيانمن شوي دي.
همدا راز له نورو شمېرو سره سم، د هرات په زلزلو کې تر دوه زره زيات کسان مړه شوي دي.
از روزنامهنگاری مستقل حمایت کنید
محدودیتهای گسترده بر رسانهها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه میدهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.
ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم مینویسیم.
مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوبشدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشماندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادیهای برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.
خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت میکنند تا گزارشهای دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایتهای مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.
هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامهنگاری مستقل کمک میکند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.
در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید
برای حمایت اینجا کلیک کنید