اطلاعات روز: د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې دې هيواد د طالبانو تر واک لاندې افغانستان سره د مثبتو اړيکو د ساتلو لپاره خپلې ټولې هڅې کړې دي.
د ايکسپريس ټريبيون په وينا، د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياندې ممتاز زهرا بلوچ د جمعې په ورځ (۱۹ د لړم) په يوه خبري غونډه کې ويلي، چې پاکستان په دوه اړخيزو اړيکو کې د «شک» پر ځای، له افغانستان سره د «اړيکو کانال» ساتلی دی.
دې زياته کړې: «د پاکستان بهرنی سياست ثابت و او موږ غواړو له خپل ګاونډي افغانستان سره دوستانه اړيکې ولرو. پاکستان له افغانستان سره د مثبتو اړيکو د ساتلو لپاره ټولې هڅې کړې دي او په دې برخه کې موږ د ټولو هغو موضوعاتو په تړاو له افغانستان سره په اړيکو کې يو چې په اړه يې اندېښمن يو.»
ايکسپريس ټريبيون ليکلي، چې پاکستان او طالبان د پاکستاني طالبانو د خوځښت (ټي ټي پي) پر سر له يوه-بل سره اختلاف لري.
د بې اسناده کډوالو د ايستلو په تړاو د پاکستان تر پرېکړې وروسته، دا اړيکې نورې هم ترينګلې شوې دي.
د افغانستان د طالبانو يو شمېر مشرانو په وروستيو اونيو کې د اسلام اباد پر سياست نيوکې کړې دي.
د دې اونۍ په لومړيو کې د پاکستان لنډمهالي لومړي وزير انوار الحق کاکړ د يوه خبري کانفرانس پر مهال وويل، چې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته په پاکستان کې ناامنۍ زياتې شوې دي.
ده وويل، چې د طالبانو تر راتګ وروسته په پاکستان کې تروريستي بريدونه ۶۰ سلنه زيات شوي دي.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د انوار الحق کاکړ خبرو ته په غبرګون کې وويل، چې دا ډله د پاکستان د امنيت ساتنې مسووليت نه لري.
په همدې حال کې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياندې ويلي، چې د دې هيواد بهرنی سياست د خپلو امنيتي اندېښنو منعکسوونکی دی.
دې ويلي: «موږ دا انديښنې په ډاګه د افغانستان له چارواکو (طالبانو) سره شريکې کړې دي او له دوی مو غوښتي چې د تروريستي ډلو پر خلاف بېړني او اغېزمن ګامونه واخلي.»
