د امريکا استازی: د هزاره ګانو پر خلاف بې رحمانه بريدونه دې ودرول شي

Photo: via ToloNews

اطلاعات روز: د افغانستان په چارو کې د امريکا ځانګړي استازي توماس وېسټ په دې هيواد کې د هزاره ګانو پر خلاف د بريدونو د درېدو غوښتنه کړې.

نوموړي تېره شپه (چهارشنبه، ۱۷ د لړم) پر ايکس د کابل په لوېديځ کې بريد ته په غبرګون کې ليکلي: «تر يوه مياشت په کم وخت کې پر هزاره ګانو د درېيم بريد په تلفاتو غمجن يو. دا بې رحمانه بريدونه بايد ودرول شي، د بشپړو څېړنو غوښتونکي يو.»

په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعيت په تړاو د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورچي ريچارډ بېنټ هم پر هزاره ګانو د وروستي بريد په تړاو د څېړنو غوښتنه کړې چې عاملان يې بايد تشخيص او وپوښتل شي.

د سې‌شنبې په ماښام (۱۶ د لړم) په عبدالعلي مزاري جاده کې د هزاره ميشتې دشت برچي سيمې په مهتاب قلعه سيمه کې يو کاسټر ډوله ښاري موټر د مرګونې چاودنې ښکار شو.

طالبانو د دې چاودنې د وژل شويو شمېر اووه او د ژوبلو ۲۰ ښودلی دی. د دې بريد مسووليت داعش ډلې منلی دی.

دا د وروستۍ يوې مياشتې پر مهال د کابل په لوېديځ کې دويمه او په افغانستان کې پر شيعه ګانو درېيمه مرګونې چاودنه ده.

د روانې مياشتې (لړم) پر څلورمه نېټه په دشت برچي کې په «ملت» ورزشي سالون کې چاودنه وشو.

په هغه وخت کې له روغتونو په راټولو شويو معلوماتو کې په ډاګه شوې وه چې شپږ تنه وژل شوي او ۱۱ نور ژوبل وو، خو د طالبانو پولیسو د دوو نفرو وژل کېدل او د اوو نورو ژوبلېدل تاييد کړل. داعش د دې بريد مسووليت منلی و.

داعش ډلې په بغلان ولايت کې له شيعه ګانو سره پر تړلي مسجد د تلې د مياشتې پر ۲۱مه نېټه د بريد مسووليت هم منلی و.

د بغلان په ولايتي روغتون کې د روغتيايي سرچينو په وينا، په دې بريد کې ۳۰ تنه وژل شوي او ۴۰ نور ژوبل شوي وو. طالبانو د دې بريد وژل شوي اووه او ژوبل کسان يې ۱۵ تنه اعلان کړل.

داعش د تېرو کلونو پر مهال هم د شيعه ګانو او هزاره ګانو پر مذهبي ځايونو، ښوونځيو او غونډو بريدونه کړي دي. دا ډله په داسې مهال کې بريدونه کوي چې طالبان وايي، داعش په افغانستان کې نشته او کوم ګواښ نه دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه