د تورخم په لنډ مهالي پنډغالي کې راستنې شوې کورنۍ د سرپناه د نشتوالي او د خوړو له نامنظم وېش شکایت کوي

د ننګرهار ولایت تورخم ښارګوټي ته څېرمه د طالبانو له لوري له پاکستانه د جبري ویستل شویو افغان کډوالو لپاره په جوړ شوي لنډمهالي پنډغالي کې مېشت راستانه شوي د سرپناه او پاکو اوبو د نشتوالي او د لومړنیو خوراکي توکو له نا منظم وېش شکایت کوي.

راستانه شوي وایي، په جوړ شوي پنډغالي کې ورته کافي خېمې او نورې اسانتیاوې نشته او په سړه هوا کې له خپلو کورنیو سره ورځې شپې سبا کوي، چې له امله یې کوچني اولادونه په ډول ډول ناروغیو اخته شوي.

راستنې شوې کورنۍ زیاتوي، په ځلونو یې د یادو ستونزو د حل لپاره طالب چارواکو ته مراجعه کړې، خو تور پورې کوي، چې طالبانو یې د ستونزو د حل لپاره رسېدنه نه ده کړې.

وروسته له هغه چې د پاکستان حکومت له دغه هېواده د افغان کډوالو د ویستلو اعلان وکړ لسګونه زره کډوالې کورنۍ یوازې د تورخم له لارې هېواد ته را ستنې شوي، چې د نړۍ والو مرستندویه ادارو د مرستو ترلاسه کولو په موخه د طالبانو له لوري په جوړ شوي لنډمهالي پنډغالي کې مېشت شوي.

راستانه شوي افغانان وايي، په جوړ شوي لنډمهالي پنډغالي کې د سرپناه او تشنابونو کمښت له سختو ستونزو سره مخ کړي او زیاتوي، چې طالبانو په دې برخه کې پر خپلو خبرو عمل نه دی کړی.

کډوال د طالبانو له حکومت او اړوندو مرستندویه ادارو غوښتنه کوي، چې د دوی د ستونزو حل لپاره دې لازم ګامونه واخلي.

راستانه شوي افغان جان آغا وویل: « مونږ ډېر مشکلات لرو، مشکلات مو دا دي، چې نه خېمې شته، نه اوبه شته، نه تشنابونه شته، هېڅ منظم کار نشته، څوک مخکې راځي څوک وروسته، زمونږ غوښتنه دا ده، چې امارت باید زمونږ د سرپناه مشکل حل کړي، په دې سړه هوا کې مو ماشومان او ټوله کورنۍ تر شنه آسمان لاندې شپې سبا کوي.»

تورخم کې د راستنو شویو کورنیو لپاره جوړ شوی پنډغالی

راستانه شوي کسان دغه راز په جوړ شوي لنډمهالي پنډغالي کې د پخې ډوډۍ له نا منظم وېش هم شکایت کوي.

دوی وايي، راستنو شویو ته پر وخت ډوډۍ نه رسېږي او حتی د ډوډۍ د وېش پر مهال وهل ډبول هم خوري او د ګڼو خلکو خو آن ماشومان هم د یوې مړۍ ډوډۍ د ترلاسه کولو له امله له خپلو کورنیو نادرکه شوي دي.

دوی غوښتنه کوي، چې د طالبانو حکومت دې د منظم پلان له مخې د پخې ډوډۍ وېش مخته بوځي.

راستون شوی کډوال سلیم وايي: « ما تېره شپه هم ډوډۍ نه ده خوړلې، نه مې سهار چای څکلی، نه مې غرمې ډوډۍ خوړلې، د ډوډۍ تقسیم یې منظم نه دی، موټر کې یې راوړي او پر لار یې وېشي، چاته ورسېږي، چا ته ونه رسېږي، د ډوډۍ د وېش په وخت کې زیاتره وخت ماشومان تر پښو لاندې شي او حتی له خپلو فامیلونو نادرکه هم شي، طالبان باید دغه کار د منظم پلان له مخې پرمخ یوسي.»

بل لور ته ننګرهار کې د طالبانو ولایتي اداره په جوړ شوي پنډغالي کې د را ستنو شویو افغانانو ستونزې مني، خو د دوی ستونزو د حل لپاره د دغې ډلې د والي په مشرۍ د ځانګړې کمېټې او طرحې د جوړېدو خبر ورکوي.

د ننګرهار لپاره د طالبانو د والي ویاند قاضي ملا عادل وايي، د دغې طرحې له مخې به په پنډغالي کې شته کډوالې کورنۍ خپلو سیمو ته ستنې او په پنډغالي کې به ګڼه ګوڼه هم را کمه شي.

نوموړی زیاتوي: « تورخم کې د ننګرهار والي په مشرۍ د مرکز او ولایتونو مسوولینو یوه طرحه جوړه کړه، چې له مخې به یې کډوالې کورنۍ په چټکې خپلو سیمو ته انتقال شي او په کمپ کې به ګڼه ګوڼه کمه شي.»

ډیری راستنې شوې کورنۍ لاهم سرپناه نه لري او د راجستر په تمه په سړه هوا کې شپې سبا کوي

ننګرهار کې د طالب چارواکو د معلوماتو له مخې وروسته له هغه چې د پاکستان حکومت د افغان کډوالو د جبري ویستلو لړۍ پېل کړې یوازې د تورخم له لارې څه باندې ۵۰ زره کډوالۍ کورنۍ افغان خاورې ته راستنې او تورخم ښارګوټي ته څېرمه د طالبانو له لوري په لنډمهالي پنډغالي کې مېشتې شوي، چې یو شمېر یې له ثبت، راجستر او د نړۍ والو مرستندویه ادارو له لوري د مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو دایمي استوګنځایونو ته ستنې شوې دي.

راستنې شوې کډوالې کورنۍ وايي، په خپلو سیمو کې د سرپناه او کار روزګار درک نه لري او د طالبانو له حکومت او اړوندو نړۍ والو مرستندویه ادارو غوښتنه کوي، چې په دغه برخه کې دې د دوی ستونزو ته پاملرنه وکړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه