د ننګرهار د استیناف محکمې لپاره د طالبانو رییس د څلور لکه ډالرو په بدل کې یو زنداني خوشې کړی او پاکستان ته تښتېدلی

اطلاعات روز: ننګرهار کې ځايي سرچینې ادعا کوي، چې د دغه ولایت د استیناف محکمې لپاره د طالبانو رییس د پیسو په بدل کې هغه کس خوشې کړی، چې په شل کلن بند محکوم شوی و.

یوې سرچینې چې نه یې غوښتل هویت یې څرګند شي نن (چهارشنبه، ۱۷ د لړم) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې د ننګرهار د استیناف محکمې لپاره د طالبانو رییس معاذ الله عارف شاوخوا یوه اوونۍ وړاندې له هېواده وتلی او پاکستان ته تښتیدلی دی.

سرچینې وویل، چې معاذ الله عارف له یوه زنداني د خوشې کولو په بدل کې ۴ سوه زره امریکايي ډالر بډې یا رشوت اخېستې، چې له تېښتې وروسته یې د طالبانو حکومت سترې محکمې ته له پاکستانه خپل استعاء لیک استولی دی.

سرچینه زیاتوي، چې د عمران خاطر په نوم زنداني شوی کس چې طالبانو د بېلابېلو جرمونو په تور په شل کاله بند محکوم کړی و او په ننګرهار کې زنداني و، څو ورځې وړاندې د دغه ولایت د یادې محکمې رییس معاذالله عارف له لوري له زندانه خوشې شوی دی.

بل لور ته د ننګرهار د استیناف محکمې مستعفي طالب رییس معاذ الله عارف په یوه غږیز پیغام کې عمران خاطر بې ګناه بللی او زیاتوي، چې د طالبانو د نظامي محکمې له لوري په زور او بې ګناه زنداني شوی و.

هغه وايي، یاد زنداني د خپل مقابل لوري په ابرا او د طالبانو د مشرتابه په همغږۍ له زندانه آزاد کړی او زیاتوي، چې په دې برخه کې پر خپل دریځ ولاړ دی او د خپل ځان پر وړاندې شته تورونه «تبلیغات» ګڼي او ردوي یې.

یوې بلې سرچینې بیا زیاته کړه، چې معاذالله عارف ځکه پاکستان ته تښتېدلی او له هغه ځایه یې استعفاء لیک استولی، چې د طالبانو استخباراتو غوښتل هغه ونیسي او زنداني یې کړي.

تراوسه ننګرهار کې د طالبانو ځايي چارواکو په دې تړاو رسنیو ته څه نه دي ویلي.

له کله را هیسې چې طالبانو پر افغانستان نظامي ولکه ټینګه کړې، د ډېری طالب چارواکو د اداري او مالي فساد ګڼې قضیې ثبت شوي دي.

تر دې وړاندې ننګرهار کې د احصایې او معلوماتو ریاست یوه طالب مامور د یاد ریاست له رییس سره په همغږۍ ۲۲ مېلیونه افغانۍغلا کړې وې او خپله پاکستان ته تښتېدلی و.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه