اطلاعات روز: د پاکستان لنډمهالي لومړي وزير انور الحق کاکړ په دې هيواد کې د بريدونو زياتېدل په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو سره تړلي ګڼلي. د ده په وينا، د «غير قانوني» کډوالو ايستل تروريستي فعاليتونو پر خلاف هم يو اقدام دی.
د ايکسپريس ټريبيون رسنۍ له راپور سره سم، کاکړ نن (چهارشنبه، ۱۷ د لړم) په يوه خبري غونډه کې ويلي چې پاکستان هيله درلوده په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته به د دې هيواد خاوره په پاکستان کې د تروريستي فعاليتونو لپاره نه کارېږي.
ده ويلي: «[موږ هيله درلوده] چې د پاکستان مخالفو ډلو په ځانګړې توګه د پاکستاني طالبانو د خوځښت پر خلاف به جدي اقدام وشي او د پاکستان پر خلاف د افغانستان د خاورې کارولو اجازه به مطلقا ونه لري خو له بده مرغه د افغانستان د موقت دولت تر راتلو وروسته په پاکستان کې تروريستي پېښې ۶۰ سلنه او ځانمرګي بريدونه ۵۰۰ سلنه زيات شوي دي.»
کاکړ زياته کړې چې د تېرو دوو کلونو پر مهال د پاکستان دوه زره او ۲۶۷ وګړي په هغو بريدونو کې وژل شوي چې پاکستاني طالبان يې مسوول دي.
د پاکستان لومړي وزير زياته کړې چې په دې دوو کلونو کې د افغانستان ۱۵ وګړي په ځانمرګو بريدونو کې ښکېل و او همدا راز له تروريزم سره په مبارزه کې د افغانستان ۶۴ وګړي وژل شوي دي.
پاکستاني چارواکو تر دې وړاندې هم ادعا کړې وه چې افغانان په هغو بريدونو کې ښکېل دي چې په دې هيواد کې کېږي، هغه ادعا چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت يې ردوي.
پاکستان په دې وروستيو کې د غير قانوني بهرنيو وګړو د ايستلو پرېکړه کړې چې په دې کې د افغانستان ۱.۷ ميليون بې اسنادو وګړي هم شامل دي.
دې هيواد د نومبر تر لومړۍ نيټې بې اسنادو کډوالو ته وخت ورکړی و چې پاکستان دې پرېږدي او د دې وخت تر پای ته رسېدو وروسته به نيول کېږي او شړل کېږي به.
د وروستيو ورځو پر مهال په زرګونو کسان د پاکستاني پوليسو له لوري د نيول کېدو له وېري افغانستان ته ستانه شوي دي. د طالبانو حکومت په يوه معينه موده کې د راستنېدونکو شمېر ۲۰۰ زره اعلان کړی دی، خو تر اوسه د ټولو راستنو شويو شمېر لا هم نه دی خپور شوی.
له پاکستانه د کډوالو د ايستلو پر پرېکړه د بشري حقونو د بنسټونو له لوري نيوکې شوې دي، خو داسې ښکاري چې د پاکستان دولت د دې انتقادونو او منفي غبرګونونو بر خلاف خپله پرېکړه عملي کوي.
