اطلاعات روز: اسټراليا د روان کرکټ نړيوال پنځوس اوريز جام په لړ کې افغانستان ته په دریو ويکټو ماته ورکړه.
د اسټراليا او افغانستان کرکټ لوبډلو ترمنځ دا سیالۍ نن (سېشنبه، ۱۶ د لړم) په ممبیي ښار کې ترسره شوه، چې افغانستان يې ټاس وګاټه او په خپله يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه او اسټراليا ته يې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۹۲ منډو هدف وټاکه.
د افغانستان له لوري د توپ وهنې پېل ښه و، د افغانستان د سر لوبغاړي ابراهيم ځدراڼ ۱۲۹ ناسوځيدلې منډې وکړې چې د افغانستان له لوري د يوه لوبغاړي تر ټولو ډېرې منډې وې.
د افغانستان د توپ وهنې په وروستيو کې د راشد خان تيزې توپ وهنې وکولای شول چې افغانستان د ۲۹۲ منډو دفاع وړ هدف ته ورسوي. راشد خان په ۱۸ توپونو ۳۵ منډې وکړې.
د اسټراليا له لوري جاش هيزلووډ دوې، ميچل سټارک، ګلين ماکسويل او ادم زامپا يو-يو افغان لوبغاړی وسوځول.
د اسټراليا له لوري که څه هم د توپ وهنې پېل ښه نه و او پر څلورو منډو يې خپل لومړی لوبغاړی وبايلود او همدا راز تر دې وروسته يې نور لوبغاړي ژر-ژر له لاسه ورکړل خو ګلين ماکسويل تر پایه پر ويکټ ودرېد او ۲۰۱ ناسوځيدلې منډې يې وکړې البته د نوموړي دوه کيچونه هم وغورځول شول.
د افغانستان له لوري نوين الحق، عظمت الله عمرزي او راشد خان دوې-دوې ويکټې واخيستلې.
افغانستان تر دې وړاندې خپلې درې وروستۍ لوبې په پرلپسې توګه ګټلې دي او د نوامبر مياشتې پر ۱۰مه نېټه به له سویلي افريقا سره لوبه ولري چې دا به په نړيوال جام کې د افغانستان وروستۍ لوبه وي.
