د ۲۰۱۱ کال خبره ده، مرجان يوولس کاله مخکې له ښکلي او غرني بدخشان څخه کراچۍ ښار ته را کډواله شوې ده. دا د پنځو ماشومانو مور ده او اوس د کراچۍ ښار په څنډو کې کثافات پلټي او د کار توکي ترې اخلي او پلوري يې. ګوزاره يې په همدې روانه ده. دا وايي چې له دې پرته بل انتخاب ورسره نشته. «[کثافات] نه زغمل کېدونکی بد بوی لري، خو ايا زه بل انتخاب هم لرم؟ په همدې کثافاتو کور ته ډوډۍ پیدا کوم.» مرجان د ټولې ورځې په خوارۍ کولای شي چې ايله ۲۵۰ کالدارې وګټي.
مرجان او د دې خپلوانه حسنا له سلو نورو افغانانو سره يو ځای د کثافاتو په همدې ذخيره کې بوخته ده، خو په ټوله کې په لسګونو زره افغانان له ۱۹۷۰ کلونو راهيسې د پاکستان د اقتصاد په بېلابېلو سکټورونو کې کار کوي او ځان او کورنۍ پالي. [۱] طبيعي خبره ده چې د دې خلکو ښکېلتيا او کار کول د پاکستان له اقتصاد سره مرسته ده. مګر سره له دې چې افغانان په پاکستان کې کار کوي، زحمت کاږي او په بېلابېلو برخو کې لويي سوداګرۍ لري او کاري فرصتونه يې رامنځته کړي دي، خو پر دې زحمتونو يې اعتراف نه کېږي، بلکې بوج ګڼل کېږي. د پاکستاني حکومت د وړو او منځنيو سوداګريو پرمختيايي ادارې (SMEDA) له راپور سره سم چې افغان سوداګر په دې هيواد کې د ريسټورانټونو او پلورنځايونو په ګډون په بېلابېلو سوداګريو کې بوخت دي چې په پايله کې يې له عمومي اقتصاد سره مرسته کړې او کاري فرصتونه يې را پيدا کړي دي. [۲]
د کډوالو په برخه کې د ملګرو ملتونو عالي کميشنرۍ (UNHCR) د مرجان پورتنۍ کيسه په يوه وړوکي راپور کې د يوې بېلګې په توګه را اخيستې چې په پاکستان کې افغان کډوال په بېلابېلو برخو کې په کار بوخت دي او په عمومي اقتصاد کې خپله ونډه لري. دې ادارې ويلي چې د پاکستان په عمومي اقتصاد کې د افغان کډوالو د ونډې معلومولو په موخه يوه سروې کوي، خو ما ونشوای کولای چې د دې سروې پايلې را پيدا کړم او نه پوهېږم چې دا سروې به شوې وي او کنه. مګر که شوې هم نه وي، د ګڼو ادارو راپورونه تاييدوي چې افغان کډوالو په پاکستان کې له نسبي ارامۍ څخه په استفادې په ګڼو برخو کې مثبت رول ادا کړی، ګڼې سوداګرۍ يې ايجاد کړې دي او ځان ته يې په يوه نه يوه کچه د پاکستان حکومت له کومې مرستې پرته ژوند جوړ کړی دی. مګر د پاکستان حکومت دا کارګر ځواک پر خپل اقتصاد بوج ګڼي. [۳] په داسې حال کې چې د کډوالو لپاره د پاکستاني حکومت د مرستو هيڅ څرک نه معلومېږي، بلکې په خپله د پاکستان حکومت د کډوالو پر سر له نړيوالو هيوادونو او سازمانونو په ميليونونه ډالر ترلاسه کړي دي او وخت پر وخت يې همدا غوښتنه کړې ده چې له موږ سره بايد مرسته وشي. پوښتنه داده چې کله د پاکستان حکومت له کډوالو سره مستقلانه مرسته نه کوي، هغوی ته مېشتځايونه نه جوړوي، د هغوی لپاره ځانګړي خدمات نه لري، نو په کومه برخه کې پر کډوالو د پاکستان په ميليونونو ډالر لګښت کېږي؟ بلکې برعکس، کډوال د پاکستان د اقتصاد په بېلابېلو سکټورونو کې د يوه ارزان کارګر په توګه کار کوي، نه يوازې دا چې ځان ته ډوډۍ ګټي، بلکې د پاکستان د ضعيف اقتصاد څرخ هم ورسره اړوي.
په پاکستان کې شاوخوا څلور ميليونه ثبت او نا ثبت شوي کډوال تل د افغانستان په اړه د پاکستان د سياستولۍ برخه وو. له دوی نه يوازې په دې لړ کې د ابزارو او فشار په توګه کار اخيستل شوی بلکې د سياسي جنجالونو پر مهال تر غير انساني کچې پورې ځورول شوي او کړول شوي دي. البته په دې کې هغه رواني کړاو نه شاملېږي چې له تېرو شاوخوا ۴۰ کلونو راهيسې دا کډوال ورسره مخ دي او نه پوهېږي چې د دوی برخليک به څه وي؟ په دې کې زيات شمېر هغه کډوال هم شامل دي چې د پاکستان پر خاوره زېږېدلي او په يو ډول په حقوقي توګه د پاکستاني تابعيت حقدار هم ګڼل کېدلای شي، مګر له دې سره-سره په پاکستان کې هغوی له ګڼو خدماتو او حقونو بې برخې دي او په عين مهال کې د دواړو هيوادونو ترمنځ د سياستونو قربانيان دي.
د همدې سياسي کشمکش په لړ کې يو ځل بيا د پاکستاني حکومت په امر کډوال اړ کېږي چې په پاکستان کې خپل هر څه تر شا پرېږدي او تش لاس افغانستان ته ستانه شي. کومو کډوالو چې په پاکستان کې لسيزې ژوند کړی دی، د پاکستان حکومت هغوی ته يوازې يوه مياشت وخت ورکړ چې دا هيواد دې پرېږدي او که ولاړ نه شي نو وبه نيول شي او په زور به ستانه کړل شي. دې خلکو هلته لسيزې وخت تېر کړی، کور يې جوړ کړی، کاروبار يې برابر کړی او له يوه محيط سره يې ځان عيار کړی دی خو په يوه مياشت وخت کې ورته ويل کېږي چې دا هر څه پرېږده او افغانستان ته په داسې حال کې واوړه چې نه يوازې ګران بيه توکي له ځان سره نه شې وړلای بلکې تر پنځوس زره د زياتو نغدو افغانيو د لېږد اجازه هم نه ورکول کېږي. ان د پاکستان د حکومت په وينا، دوی به د افغان کډوالو جايدادونه ضبط کړي. افغان کډوال په داسې حال کې ايستل کېږي چې اوس په افغانستان کې ژمی دی او هوا سړه ده، ورسره د افغانستان اقتصاد په يوه بد حالت کې دی او هلته له وړاندې ميليونونه وګړي د ملګرو ملتونو د مرستندويو ادارو په مرستو پايي. له دې سره-سره چې په داسې حالت کې د یوه بشري ناورين د رامنځته کېدو شونتيا شته، خو بيا هم د پاکستان حکومت له افغان کډوالو د هغوی جايدادونه، پيسې او ګران بيه توکي ګرزوي او د يوه افغان کډوال په وينا «هر څه يې را څخه واخيستل او راويې شړلو». له دې هر څه سره-سره، د افغان کډوالو لپاره يو بل تر ټولو ستر خنډ له دوی سره د پاکستاني پوليسو چلند دی چې نه يوازې ترې رشوت اخلي، بلکې زندان ته يې اچوي، مور له زوی څخه بېلوي، زوی له مور څخه بېلوي او د هر ډول نورمونو خلاف ښځې، ماشومان، سپين ږيري او ځوانان زندان ته اچوي او په نهايي سپک چلند يې افغانستان ته په داسې حال کې لېږي چې هر څه يې ترې لوټلي وي.
پر افغان کډوالو د پاکستان يوه نيوکه داده چې دوی په جرمونو او ترهګريزو پېښو کې ښکېل دي او د پاکستان د کورنيو چارو وزارت په وينا، په وروستيو کې ځينو افغانانو په پاکستان کې ځانمرګي بريدونه هم کړي دي مګر دوی نه دې ويلي چې دا افغانان په رښتيا هم افغان کډوال و او که نه. په هر حال، د دوی ادعا داده چې په تروريستي او جرمي پېښو کې ښکېلتيا او پر پاکستاني اقتصاد د کډوالو له لوري د راغلي بوج له امله دوی ناثبت کډوال شړي، که څه هم اوسمهال د ثبت او ناثبت دواړو شړل دوام لري. په دې اړه لومړۍ خبره داده چې پر پاکستانۍ خاوره بريدونه په داسې مهال کې زياتېږي چې د پاکستاني شنونکو له وينا سره سم، په افغانستان کې د پاکستان ملاتړی حکومت راغلی دی او دا حکومت د پاکستان په مرسته راغلی، پاکستان ورسره په سياسي او نظامي ډګر کې مرسته کړې، همدې خلکو ته يې ځای ورکړی و او د پاکستان په مرسته يې په افغانستان کې افغانان وژل. نن چې د دوی ملاتړی حکومت راغلی او دوی يې په راوستلو کې مرسته کړې، نو خو په منطقي توګه بايد لومړی پر ځان او پر خپلو پاليسيو نيوکه وکړي، په دې کې افغان کډوال ولې ملامت شي؟ دويم دا چې کوم وسله وال له پاکستان سره د کومې ايډيولوژۍ پر اساس جنګېږي، د هغې ايډيولوژۍ ملاتړ خو له تېرو څو لسيزو راهيسې پاکستان کړی دی، په خپل هيواد کې يې ورته مدرسې پرانيستې دي، حقانيې ته مدرسې ته يې د همدې د ترويج لپاره فنډ ورکاوه، په همدې ايډيولوژۍ يې وسله وال له هند سره جګړې ته لېږل او د همدې ايډيولوژۍ پر اساس يې په افغانستان کې د طالبانو په مټ نيابتي جګړه کوله. واقعيت دادی چې پاکستان خپله پښه په خپل تبر وهلې، اوس د نهايي ناکامۍ په حالت کې له افغان کډوالو پرته بل څوک نشته چې د پړې ګوته ورته ونيسي.
بله پوښتنه داده چې افغانان خو له تېرو څو لسيزو راهيسې په پاکستان کې کډوال دي، ولې نن هغوی هم مجرمين شول او هم ترهګر او هم اقتصادي بوج ګڼل کېږي؟ يو وخت خو د پاکستان په پاليسۍ کې دا مهاجرين و او پاکستان د کوربه په حيث د «انصارو» يو ټاټوبی و چې د «جهاد دفاع پاکستان» لپاره يې د دې مهاجرو هرکلی کاوه او د غرب او عربي نړۍ په مرستو او پيسو به يې نه يوازې کېمپونه ورته چلول بلکې هغوی ته به يې د «ج – جهاد» درسي نصاب هم چاپاوه او په همدې روحيه به يې روزل مګر نن د «انصارو» په قاموس کې هغه «مهاجرين» په «ايلينز» بدل شوي او د شړلو لپاره يې پوځي عمليات کوي.
په حقيقت کې د افغان کډوالو موضوع د لوېديځ، پاکستان، روسيې او يو شمېر عربي هيوادونو لپاره يوه اخلاقي مسئله ده. دا د دوی اخلاقي مسووليت دی چې دې موضوع ته يې له وخته پام کړی وای او اوس هم بايد د دې موضوع په حل کې خپله همکاري او مرسته د خپل اخلاقي مسووليت له مخې ونه سپموي. افغان کډوال په لومړي سر کې د روسيې د يرغل له کبله کډې کولو ته اړ شول، تر دې وروسته د لوېديځ او ورسره ملاتړو له لوري يې د شوروي اتحاد د ماتولو په موخه وکارول شول خو کله چې شوروي اتحاد مات او افغانستان يې پرېښود نو دې ټولو کډوالو او نړېدلي افغانستان ته لوېديځ او متحدينو يې شا ور واړوله. اوس چې دا کډوال يو ځل بيا له سخت وضعيت سره مخ دي، دا ټول هيوادونه چې د دې ناورين په رامنځته کولو کې ښکېل و بايد د خپل اخلاقي او بشري مسووليت له مخې د کډوالو د موضوع په دايمي حل کې مرسته وکړي او ورسره پر پاکستان فشار راوړي چې د سياسي لانجو تاو دې له افغانانو سره په غير انساني چلند کولو نه کاږي.
[۱] https://www.unhcr.org/news/stories/unhcr-looks-economic-contribution-afghan-refugees-pakistan
[۲] https://pakobserver.net/afghan-refugees-in-pakistan-from-burden-to-bridge/ [۳] https://tribune.com.pk/story/622518/burdened-economy-pakistan-has-spent-200b-on-afghan-refugees
