اطلاعات روز: هلمند کې د طالبانو روغتیایي مسوولين وايي، په دې ولايت کې د «پوليو پنډ» په نوم یوې موسېسې واکسیناتورانو ته ۸۳ موټرسايکل ورکړي، ترڅو لېرې پرتو سیمو ته پر وخت واکسین ورسوي.
په دغه ولايت کې د طالبانو د عامې روغتيا ریيس سيداحمد سعيدي وایي، دغه موټرسایکل د ۵۵ زره امریکایي ډالرو په ارزښت پیرل شوي، چې تېره ورځ (یکشنبه، ۱۴ د لړم) واکسیناتورانو ته وسپارل شول.
نوموړی زیاتوي، د دغه موټرسایکلو په مرسته واکسیناتوران کولای شي په اسانۍ سره د لېرې پرتو سیمو ماشومانو ته رسیدنه وکړي او هلمند د ګوزڼ ناروغۍ څخه پاک کړي.
هلمند کې داسې مهال ماشومانو ته د واکسين رسولو په موخه موټرسايکل ورکول کېږي چې په دې وروستیو کې د هیواد په ننګرهار ولایت کې د پولیو پنځه مثبتې پیښې ثبت شوې دي.
د روغتیا نړیوال سازمان په وینا، په افغانستان کې ۳۲ محیطي پېښې هم ثبت شوي چې یوه پېښه یې په کندهار، یوه په بلخ او نورې ټولې یې د هیواد په ختیځ کې دي.
