اطلاعات روز: د کندهار–سپین بولدک پر لویه لار د یوې ترافیکي پیښې له امله یو زوی او پلار مړه او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.
کندهار کې د طالبانو ترافیک پولیس وایي، دغه پېښه تېره شپه (یکشنبه، ۱۵ د لړم) ناوخته د ارغستان ولسوالۍ په مربوطاتو کې رامنځته شوې ده.
دوی زیاتوي، پېښه د یوه «پریمو» او «سوزکي» موټر د ټکر له امله رامنځته شوې، چې په سوزکي کې ناست پلار او زوی مړه او په پریمو کې ناست دوه کسان ژوبل شوي دي.
د ترافیکو په خبره، چې مړه او ژوبل کسان یې ټول د کندهار میرویس حوزوي روغتون ته لېږدولي او تراوسه یې د خپلوانو درک نه دی لګیدلی.
هیواد کې د ترافیکي پېښو لوی لاملونه د سړکونو خرابوالی، د موټر چلوونکو بې احتیاطي او تېز رفتار بلل کېږي.
