اطلاعات روز: د ننګرهار امنیتي مسوولین وایي، د دې ولایت بهسودو ولسوالۍ کې ماین چاودنې یو ملکي وګړی وژلې او څلور نور یې ټپي کړي. دغه راز کامې ولسوالۍ کې هم ماین چاودنې یو تن وژلی او بل ټپي دی.
د ننګرهار د امنیه قومندانۍ ویاند فرید خان اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، نن (پنجشنبه، ۲۳ د سلواغې) سهار نهه بجې د بهسودو ولسوالۍ اړوند «رینګ روډ» سیمه کې د سړک غاړې ماین په لاسي کراچۍ چلوونکي چاودنه کړې، چې له امله یې یاده مرګ-ژوبله اووښتې.
فرید خان زیاته کړه: «چاودنه نن سهار شوې په بهسودو ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین، چې یو کراچۍ چلوونکی وژل شوی او څلور نور ملکیان ټپیان شوي دي.»
تراوسه د یادې پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.
بله چاودنه د دې ولایت په کامې ولسوالۍ شوې چې یو تن یې وژلی او بل یې ټپي کړی دی.
د کامې ولسوال شریف الله فضلي نن (پنجشنبه، ۲۳ د سلواغې) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، نن سهار وختي د کامې ولسوالۍ په دار ګلۍ قریه کې د الماس په نوم د محلي پولیسو د یو سرباز په فلډر موټر پورې نښلول شوي ماین چاودنه کړې چې له امله یې د نوموړی وژل شوی او یو تن بل ملګری یې ټپي شوی دی.
فضلي زیاته کړه: «چاودنه نن سهار وختي د کامې ولسوالۍ دارګلۍ سیمه کې د یو محلي پولیس په شخصي فلډر موټر شوې چې له امله یې یو تن وژل شوی او بل ټپی دی.»
په دې وروستیو کې په جلال اباد ښار او ولسوالیو کې چسپکي ماین چاودنو زیاتیدو خلک اندیښمن کړي دي.
تراوسه د دې پېښې مسولیت هم چا نه دی منلی.
