د کبانو روزنې ته د خلکو لېوالتيا؛ لوګر کې د لومړي ځل لپاره يو فارم جوړيږي

اطلاعات روز: د لوګر ولايت لپاره د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست مسوولين وايي، په دغه ولايت کې په لومړي ځل د کبانو روزنې لپاره پر دوه جريبه ځمکه د يو لوی فارم د جوړېدو کار پېل شوی دی.

دوی زياته کړې چې په دې وروستيو کې د کبانو روزنې برخې ته د لوګر د اوسېدونکو لېوالتيا ډېره شوې او دا لومړی ځل دی چې د درې ميليونه افغانيو په ارزښت په کې د یوه ساختماني شرکت له خوا فارم جوړيږي.

د کبانو روزونکي وايي، که اړونده ادارې ورسره په دې برخه کې همکاري وکړي نو دغه ولايت به د کبانو په يو توليدي ولايت بدل او شته اړتياوې به پوره کړل شي.

دوی د دې لپاره د تخمونو، مناسبو ځايونو د جوړېدو او خوراک برخه کې د کرنې رياست همکاري اړينه بولي.

د دغه ولايت اوسېدونکی نور ولي وايي، لوګر ته له کابل او نورو ختيځو ولايتونو کبان د خرڅلاو لپاره راوړل کېږي چې د زياتې مودې په تېرېدو يې د غوښې کيفيت خورا ټيټ وي، نوموړی زياتوي چې د دې فارم په جوړېدو سره به نه يوازې بې روزګاره ځوانانو ته د کار زمينه برابره شي، بلکې خلکو ته به تازه غوښه هم وړاندې کېږي.

لوګر يو له کرنيزو ولايتونو ګڼل کېږي، خو دا اول ځل دی چې په کې یو شمیر کسان د کبانو روزنې ته ملا تړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه