پاکستان هغه پناه غوښتونکي نه باسي چې امريکا ته د انتقال په تمه دي

Photo: via Social Media

اطلاعات روز: پاکستاني دولت د دې هيواد چارواکو ته امر کړی چې هغه افغان وګړي دې نه نيسي چې امريکا کې د میشتیدنې په موخه دې هیواد ته د وړل کېدو په تمه دي.

د جيونيوز له راپور سره سم، د پاکستان د کورنيو چارو وزارت مکتوب چې د فرانسې خبري اژانس ليدلی، غوښتنه شوې چې کوم کسان د بيا ميشتيدنې په لړليک کې شامل دي، هغوی دې تر بلې خبرتيا پورې نه نيول کېږي.

دا امر تر هغه وروسته کېږي چې متحده ايالاتو د چهارشنبې په ورځ له اسلام اباده وغوښتل چې د افغانستان کوم وګړي د پناه غوښتنې په لټه دي، هغوی ته دې د تېرېدو اجازه ورکړي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند متيو ميلر د چهارشنبې په ورځ وويل: «موږ د پاکستان په ګډون د افغانستان ګاونډيان په ټينګه هڅوو چې کوم افغانان د نړيوال ملاتړ په لټه دي، هغوی ته دې د ورتګ اجازه ورکړي او د بشرپالو مرستو د کولو لپاره دې له نړيوالو بشرپالو سازمانونو سره همکاري وکړي.»

څو لوېديځ هيوادونه په داسې حال کې د هغو افغان پناه غوښتونکو د بيا مېشتونې په هڅه کې دي چې پر هيواد د طالبانو تر واکمنېدو وروسته پاکستان ته تښتېدلي دي.

په اسلام اباد کې د امريکا د سفارت له راپور سره سم، په پاکستان کې د هغو يو زر او ۱۵۰ افغان وګړو ملاتړ کېږي چې په متحده ايالاتو کې ځای پر ځای کېږي.

د بشري حقونو څار په تازه توګه خبرداری ورکړی چې کوم کسان د طالبانو له لاسه راتښتېدلي او په متحده ايالاتو، برېتانيا، جرمني او کاناډا کې د مېشتېدو په لټه دي، د هغوی د ويزو تر پای ته رسېدو وروسته د ايستل کېدو له خطر سره مخ دي.

پاکستان د تېري ميلادي مياشتې په لومړۍ نېټه بې اسناده کډوالو او پناه غوښتونکو ته وخت ورکړی و، چې دا هيواد دې پرېږدي، که ولاړ نه شي نو وبه نيول شي او وبه شړل شي.

د پاکستان سرحدي چارواکو ويلي، چې د مهلت تر ټاکل کېدو وروسته ۱۸۰ زره تنه افغانستان ته ستانه شوي دي.

پاکستان ويلي، چې په دې هيواد کې د بريدونو تر زياتېدو وروسته يې د خپل «امنيت» د ساتنې په موخه د غير قانوني کډوالو ايستل پېل کړي، خو د پاکستان دې پرېکړې پراخې انديښنې او نيوکې را پارولې دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه