اطلاعات روز: د کندهار په دامان ولسوالۍ کې د دوو موټرو د ټکر له امله درې تنه مړه او څلور نور ژوبل شوي دي.
په دې ولایت کې د طالبانو ترافیک پولیس وایي، چي پېښه نن (شنبه، ۱۳ د لړم) د دامان ولسوالۍ اړوند «ترنک پُل» سیمه کې د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوې.
پولیس زیاتوي، چې ټکر د یوه «میرا» او «لکسل» موټر ترمنځ شوی، چې په ترڅ کې یې درې کسه مړه او څلور نور ژوبل شوي دي.
د دوی په خبره، چې ټپیان یې میرویس حوزوي روغتون ته انتقال کړي، خو د روغتیایي وضعیت په اړه یې څه نه دي ویلي.
هیواد کی د ترافیکي پېښو اصلي لاملونه د موټر چلوونکو بې احتیاطي، تېز رفتار او د سړکونو خرابوالی ښودل شوي دي.
