د ماشومانو د ژغورنې سازمان: د ورځې په سلګونو ماشومان د ژوند کولو لپاره له مېنې او د خوراک لپاره له پيسو درلودلو پرته له پاکستانه افغانستان ته راځي

Photo: Fahim Mayar/Save the Children

اطلاعات روز: د ماشومانو د ژغورنې نړيوال سازمان (Save the Children) وايي چې د پاکستان له لوري د «غير قانوني» پناه غوښتونکو او کډوالو لپاره د دې هيواد د پرېښودو تر تر اعلان وروسته، هره ورځ سلګونه ماشومان افغانستان ته په داسې حال کې راځي چې نه د ژوند لپاره ځای او نه هم د خوراک لپاره پيسې لري.

دې بنسټ پرون (چهارشنبه، ۱۰ د لړم) د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې په تېرو شپږو اونيو کې تر ۱۲۰ زره ډېر افغان وګړي له پاکستانه راغلي او ډېری ماشومان او کورنۍ «تش لاس» راستانه شوي.

پاکستان «غير قانوني» کډوالو او پناه غوښتونکو ته د نومبر تر لومړۍ نيټې وخت ورکړی و چې دا هيواد دې پرېږدي، که ولاړ نشي نو وبه نيول شي او په جبري توګه به وايستل شي.

د ماشومانو د ژغورنې سازمان د ملګرو ملتونو په وينا ليکلي چې ۸۶ سلنه افراد چې له دې مهلت څخه په استفادې افغانستان ته ستانه شوي، د هغوی د راستنېدو دليل «له نيول کېدو وېره» وه.

د دې بنسټ په اعلاميه کې راغلي چې راستنېدونکو هغوی ته ويلي چې د دوی ډېری «د تلو لپاره ځای، د ژوند لپاره مېنه او د خوراک، کور د کرايې او تګ-راتګ لپاره پيسې» نه لري.

په افغانستان کې د ماشومانو د ژغورنې د سازمان رييس ارشاد ملک چې نن يې له تورخم څخه ليدنه کړې، ويلي چې دوی په زرګونو نفر ليدلي چې له مناسبې سرپناه، اوبو او تشناب پرته په بدو شرايطو کې ژوند کوي.

ده زياته کړې: «ماشومان او کورنۍ يې د هغو کمو شيانو پر شاوخوا را ټول دي چې له پاکستانه يې له ځان سره راوړي. کوم ماشومان چې مې وليدل په ښکاره اندېښمن وو. ځينو ماشومانو په لويو کانټينرونو لوبې کولې. سرحد د ماشومانو ځای نه دی.»

د ماشومانو لپاره د ژغورنې د سازمان مسوول په افغانستان کې بشري کړکېچ او د مرستندویو بنسټونو کمې بودجې ته په اشارې ويلي چې «ژمی په چټکۍ را نژدې کېږي، د هوا تودوخه راکمېږي او په زرګونو کسان بېړنيو مرستو ته اړتيا لري. افغانستان نشي کولای چې د خلګو د پراخ هجوم مسووليت ادا کړي».

دې بنسټ ويلي چې د افغانستان پر پوله يې ګرځنده روغتيايي ډلې مېشتې دي او راستنېدونکو کورنيو ته روغتيايي، خوراکي او اضطراري رواني او ټولنيز خدمات وړاندې کوي.

د ماشومانو د ژغورنې سازمان زياته کړې چې دوی لا هم د ماشومانو لپاره د سرپناه، د اوبو د تأسيساتو، مناسبو تشنابونو او د هغوی لپاره د لوبو د ځای په جوړولو بوخت دي.

پاکستان د افغانستان تر ۱.۷ ميليون د زياتو «غير قانوني» کډوالو او پناه غوښتونکو د ايستلو بهير پيل کړی دی.

که څه هم طالبان وايي چې د هغوی راستنېدو ته يې چمتووالی نيولی، خو سرپناه، خوراک او روغتيايي خدماتو ته د هغوی د لاسرسي په اړه جدي انديښنې شته.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه