اطلاعات روز: پکتيا ولايت کې بزګران وايي چې سږکال يې د شولو حاصلات د تېرو کلونو په پرتله ښه او زيات دي او که په دې برخه کې شته ځينې اړتياوې يې پوره شي، ياده کچه به تر دې ډېره لوړه شي.
شولې د دې ولايت په څمکني، ډنډپټان، جانيخېل، احمدخېل او لجه منګل ولسواليو کې کرل کيږي.
د څمکنيو ولسوالي يو تن بزګر محمدزمان وايي چې سږکال يې د ورښتونو او سېلابونو له امله د غنمو حاصلات خورا زيانمن شوي و، خو برعکس د شولو حاصلات یې تر بل هر وخت ښه دي.
زمان وويل: «په دې پسرلي کې زموږ د غنمو حاصلات په نشت و، حتی موږ ته يې تخم هم ونکړ؛ خو د شولو حاصل سل په سلو کې بيخي سم و او د خوار و بېچاره ښه ګوزاره پرې وشوه.»
د ډنډپټان ولسوالي اوسېدونکی اکرام وايي چې د تخمونو، سرې او د اوبه خور منظم سيسټم جوړېدو ته جدي اړتيا ده.
نوموړي زياته کړه: «زموږ د شولو حاصل ښه شوی او موږ ډېر ترې راضي يو. موږ له دولت څخه غواړو چې د سرې او ګرين هاوسونو په برخه کې راسره همکاري وکړي.»
د څمکنيو ولسوالي د منګياړ درې اوسېدونکی حاجې مامور وويل چې په څمکني او ډنډپټان ولسواليو کې د نورو کرنيو محصولتو سربېره په زياته اندازه سبزيجات هم کرل کيږي او که شنې خونې ورته جوړې شي، نو د شاوخوا ولسواليو او مرکز ګردېز يو برخه اړتياوې هم پوره کولی شي.
مامور وايي: «دلته د شولو حاصلات ډېر ښه و. په دې سيمه کې سبزيجات هم ډېره ښه نتيجه لري او دولت ته په کار ده، چې دلته تودې خونې جوړې کړي؛ که تودې خونې جوړې شي، په ژمي کې به هم د ولايت په کچه سبزيجات دلته رسيږي.»
د پکتيا د کرنې رياست هم وايي چې سږکال د دې ولايت د شولو حاصلات په ۱۳ سلنه زياتوالي له ۵۲۱۹ مټريک ټنه څخه ۵۷۹۳ مټريک ټنه ته لوړ شوي دي.
د دې رياست مشر انجينير محمدالدين مومند د دې زياتوالي لامل د طبيعي آفتونو او مرضونو نشتون بولي.
مومند د بزګرانو ځينې ستونزې هم مني او وايي چې په دې اړه يې له وزارت سره خبرې کړې او هيله من دی چې راتلونکي کال کې به د يادې برخې ډېرې ستونزې حل شي.
د کرنې رئييس اطلاعات روز ته وويل: «دا وريژه محلي ورايټي ده او ډېر ښه کيفيت لري، خلک يې ډېره خوښوي. دلته پکتيا او همجواره ولايتونو کې هم مصرفيږي او کابل ته يې هم خلک وړي.«
د کرنې په برخه کې د عصري او اړينو وسايلو، سړخونو او شنو خونو کموالی د پکتيا ولايت د بزګرانو او بڼوالو لويې ستونزې دي.
