اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو ځايي چارواکي وایي، د دې ولایت د مومند درې ولسوالۍ په ډکې سیمه کې له پاکستانه بېرته را ستنېدونکو افغان کډوالو لپاره دوه لنډمهالي پنډغالي جوړ شول.
د ننګرهار په اطلاعاتو او کلتور رياست کې د طالبانو د اطلاعاتو آمر آمر قریشي بدلون وایي، دا پنډغالي د طالبانو د کډوالو او بېرته را ستنېدونکو چارو او دفاع وزارتونو له لوري نن (چهارشنبه، ۱۰ د لړم) جوړ او ګټې اخېستنې ته وسپارل شول.
قریشي ویلي، دا پنډغالي د پنځو زرو افغان کډوالو د لنډمهالي مېشتېدنې ظرفیت لري او زیاتوي چې تر دې وروسته به د افغان کډوالو د کډوالۍ ټول قانوني مراحل په همدغو پنډغالو کې ترسره کېږي او له هغه وروسته به خپلو سیمو ته لېږدول کېږي.
د نوموړي په وينا؛ د طالبانو د کډوالو وزارت له پاکستانه په جبري ډول را ستنېدونکو کډوالو ته د خوراک، څښاک، درملو، مخابراتو او انټرنېټي خدماتو، ټرانسپورټ او نورو برخو کې د اسانتیاوو را منځ ته کولو په موخه دوه میلیارده افغانۍ ځانګړې کړې دي.
قریشي بدلون وایي، وروسته له هغه چې پاکستاني حکومت له دې هېواده د افغان کډوالو د جبري ویستلو لړۍ پیل کړې؛ تر دې مهاله شاوخوا ۱۵۰ زره افغان کډوال د تورخم له لارې افغانستان ته راستانه شوي.
د پاکستان لنډمهالي حکومت تر دې وړاندې ویلي و چې د نومبر میاشتې له لومړۍ نېټې به د «غیر قانوني» افغان کډوالو پر ضد عملیات پیلوي او د تورخم او سپین بولدک له لارې به يې خپل هېواد ته شړي.
د پاکستاني حکومت د دې پرېکړې پر ضد د طالبانو حکومت هم غبرګون ښوولی او د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي چې د پاکستان حکومت دې په زور او له چمتووالي پرته افغان کډوال نه ستنوي. د طالبانو حکومت د پاکستان له حکومته غوښتي چې د افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ دې بنده کړي.
