له پاکستان د افغان کډوالو د جبري ایستلو دوام؛ کډوال: خالي لاس یې راشړلي یو، طالبان دې سرپناه راته برابره کړي

انځور: ټولنيزې رسنۍ

اطلاعات روز: د کندهار سپین بولدک له لارې له پاکستان هیواده را ایستل شوي کډوال وایي، هلته یې خپل هرڅه له لاسه ورکړي اوس دلته د سرپناه نشتون ترڅنګ له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

دوی د طالبانو له سرپرست حکومت څخه غوښتنه کوي چې سرپناه ورته برابره او لازمه همکاري دې ورسره وکړي.

د عبدالصمد په نوم راغلی کډوال وایي، پيسې، کور او د اړتيا وړ توکي ورڅخه پاکستان کې پاتې شوي او له څلورو کلونو وروسته یې خالي لاس ځان تر کندهاره رسولی دی.

نوموړي وویل: «ټول کډوال په ځغاسته راووتل، بيا مو د پاکستان پوليس نيسي او بنديان کوي مو، اسلامي امارت حکومت دې زموږ غم وخوري، د اوسيدو ځايونه نه لرو، د يوه وخت ډوډۍ نه لرو، پر کومه ولاړ شو.»

عصمت الله چې شپږ کاله یې پاکستان کې مهاجرت کړی وایي، کور او هر څه یې تر شا پرېیښي او خپل هيواد ته راستون شوی دی.

نوموړي زیاته کړه: «پاکستان زموږ سره ډيره ناجايزه وکړله، چې کړوسی مې پيدا شي لا به يې په دې پوه کوم چې پاکستان زموږ ازلي دښمن دی.»

یو بل راستون شوي کډوال شفیع الله هم پاکستان کې شپږ کاله تېر کړي، وایي، پاکستان یې زده کړې کولې، خو په نیمه کې ترې پاتې شوې.

هغه وویل: «نړيوال ولې چوپ دي، پاکستان د افغانانو عزت او حقوق تر پښو لاندې کوي، موږ مرسته غواړو، کور نه لرو، ځای نه لرو، حکومت دې همکاري راسره وکړي، دلته بالا خوشحاله يو، پاکستان نه غواړو.»

ورته مهال کندهار کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست لپاره د طالبانو مرستیال نقیب الله مومن وایي، په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د سپين بولدک ولسوالۍ له لارې ۱۰زره تنه کډوال ثبت کړي او خپلو سیمو ته یې د ستنیدو ترڅنګ ورته اړین خدمات هم چمتو کړي دي.

نوموړی زیاتوي، دغلته یې د راستنیدونکو کډوالو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي او د موسېساتو ترڅنګ دوی (طالبانو حکومت) هم پوره چمتوالی لري.

هغه له شتمنو هيوادوالو، خيريه بنسټونو او ځوانانو غواړي ترڅو هر يو د خپل توان په اندازه له راستانه شويو افغان کډوالو سره مرسته وکړي.

پرون له پاکستانه د بې اسناده کډوالو د وتلو وروستۍ ورځ وه. پاکستاني چارواکي وايي، چې د ټاکل شوې نيټې تر پای ته رسېدو وروسته، بې اسناده کډوال اخراج کېږي.

د پاکستان دې پرېکړې پراخ غبرګونونه راپارولي دي. د بشري حقونو بنسټونه د کډوالو او پناه غوښتونکو اجباري ستنېدنه د نړيوالو قوانينو نقض بولي.

له دې نيوکو سره-سره پاکستاني چارواکي وايي، چې کومو کسانو پاکستان نه دی پرېيښی په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې يې پر خلاف جدي اقدامات پېلېږي.

ويل کېږي چې د کډوالو او پناه غوښتونکو د پيژندنې او ګواښلو بهير څو ورځې وړاندې پېل شوی دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه