اطلاعات روز: د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين شير محمد عباس ستانکزي له پاکستانه د کډوالو شړل غير انساني سياست بللی او له دې هيواده يې غوښتي چې دا سياست دې لغو کړي، که داسې ونه کړي، کابل اړ دی چې غبرګون وښيي.
نوموړي دا څرګندونې له «يک» ټلويزون سره په خبرو کې کړې دي.
دا طالب چارواکی وايي: «[پاکستان] چې اوس مهال زموږ د کډوالو په مقابل کې کومه غير انساني پاليسي غوره کړې، هغه دې له منځه يوسي کنه نو ښايي اسلامي امارت يې هم په مقابل کې غبرګون ښوولو ته اړ شي.»
ستانکزي د دې پوښتنې په ځواب کې چې د طالبانو غبرګون به څه وي، وويل چې لا هم مشخه نه ده، خو کابل هڅه کوي چې له ډيپلوماټيکو لارو يې حل کړي. ده زياته کړې چې که دا هڅې پايله ورنه کړي، د طالبانو حکومت به خپل تصميم نيسي چې څه کولای شي.
دا په داسې حال کې چې بې اسنادو کډوالو ته د وتلو لپاره د پاکستان له لوري ورکړل شوی مهلت تېره شپه پای ته ورسېد او د پاکستان پوليسو د کډوالو نيولو او شړلو عمليات پيل کړي.
د «جيونيوز» رسنۍ په وينا، پاکستاني پوليسو نن (چهارشنبه، ۱۰ د لړم) يو شمېر کډوال او «غير قانوني» پناه غوښتونکي له کراچۍ، راولپنډۍ او د دې هيواد له ځينو نورو ښارونو څخه نيولي او د «ساتنې مرکزونو» ته يې انتقال کړي دي.
مجاهد: هيوادونه بايد کډوال په زور او له چمتووالي پرته ونه شړي
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد هم تېره شپه د پاکستان اقدام ته په غبرګون کې له هغو هيوادونو مننه کړې چې د افغان کډوالو کوربه دي او له دې هيوادونو يې غوښتي چې افغان وګړي دې په زور او له چمتووالي پرته ايستلو ته نه اړ کوي او د ښه ګاونډيتوب، اسلامي ورورولۍ او بشري عاطفې له مخې دې له زغمه کار واخلي.
ده زياته کړې چې په کومو هيوادونو کې افغان وګړي مېشت دي، دوی د هغو هيوادونو امنيت ته ستونزه نه ده جوړه کړې او نه هم په بې ثباتۍ کې لاس لري.
د طالبانو وياند ويلي: «له ګاونډيو هيوادونو غواړو د اسلامي ورورولۍ اصل ته په پام دې له افغان کډوالو سره نېک چلند وکړي.»
ده د خپلو خبرو په دوام کې اشاره کړې چې د شړل شويو کډوالو مالونه، پيسې او ملکيت د هغوی شخصي مال او د هغوی حق دی او هيڅوک هحق نه لري چې ياد مالونه له هغوی واخلي. پاکستان ويلي چې د مهلت تر پای ته رسېدو وروسته د هغو کډوالو شتمني چې دا هيواد يې نه وي پرېيښی مصادره کوي.
د طالبانو وياند همدا راز په خپله اعلاميه کې ويلي چې کوم افراد د سياسي اندېښنو له وجې له هيواده وتلي، ډاډ ورکوي چې بيرته وطن ته راشي او خپل ارام ژوند وکړي.
پر افغانستان د دې ډلې تر واکمنېدو وروسته، دا هيواد د کډوالۍ له يوې څپې سره مخ دی. ويل کېږي چې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته تر ۶۰۰ زره زيات وګړي پاکستان ته تښتېدلي.
