د کالدارو بې ثباتي او ارزګان کې چلښت یې سوداګرو ته اقتصادي ضربه رسولې

اطلاعات روز: ارزګان ولایت کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وایي، له کله نه چې پاکستانۍ کالدارو خپل ارزښت له لاسه ورکړی ورسره دوی هم سخت زیات لیدلی چې نږدې ټولو سوداګریزو معاملاتو کې یې ۵۰ سلنه تاوان کړی دی.

ارزګان کې د سوداګرۍ او پانګونې خوني ریيس حبیب الله عمري او يو شمیر سوداګرو نن (چهارشنبه، ۱۰ د لړم) په يوې ناسته کې د طالب مسوولینو غوښتنه وکړه چې دغلته دې پر ټولو بهرنیو اسعارو راکړه ورکړه بنده کړي.

عمري زیاتوي، چې دغلته د کالدارو چلښت له امله نه يوازې سوداګرو زیان لیدلی، بلکې د عامو خلکو ته هم اقتصادي ضربه رسیدلې ده.

يو تن ملي تجار عبدالقدير بیا د خلکو او حکومت څخه غوښتنه کوي چې د بهرنيو اسعارو د مخنيوي برخې ته دې جدي پاملرنه وکړي ترڅو اوښتي زيانونه بیرته جبران شي.

ورته مهال ارزګان کې د طالبانو والي محمدعلي جان احمد بیا وايي، چې شاوخوا يو کال وړاندې یې دکالدارو د مخنیوي په برخه کې خپل مسوولیت ادا کړی او په خبره یې چې هغه مهال یې خلک خبر کړي او اټکل یې هم دا و چې کالداره بې ثباته کېږي او خلک زیان ویني.

هغه د کالدارو د بندیز په اړه کمپاین چې تېرکال یې ترسره کړی خوښ نه بریښي وایي، په دې برخه کې ورسره یوشمیر کسانو همکاري نه ده کړې ځکه اوس هم خلک په پاکستانۍ کالدارو راکړه ورکړه کوي. هغه ظاهراً د چا نوم وانخیست.

نوموړی پر ملي تجارانو غږ کوي چې په خپلو سوداګریزو معاملاتو کې دې د کالدارو پر ځای افغانۍ وکاروي.

د هېواد په سویلي ولايتونو کې له څو لسیزو راهیسې خلک په پاکستانۍ کالدارو راکړه ورکړه کوي، چې په دې وروستیو کې د دغه کرنسۍ د بې ثبانۍ له امله عام وګړو او سوداګرو ته سخت زیانونه رسیدلي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه