اطلاعات روز: د ننګرهار روغتیايي چارواکي وایي، په دې ولایت کې د تیر کال په پرتله سږکال موسمي ناروغۍ زیاتې شوي دي.
د ننګرهار د حوزوي روغتون د ماشومانو څانګې مشر ډاکتر واحدالله حبیبي اطلاعات روز ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل، زکام، سینه بغل او د ماشومانو تنفسي هغه ناروغۍ دي،چې د یخنۍ په زیاتیدو سره د ننګرهار په مرکز او هغه ولسواليو کې چې هوايي سړه وي زیاتیږي.
د ښاغلي حبیبي په وینا چې د تير کال په پرتله یادې ناروغۍ څو چنده ډيرې شوي چې لاملونه یې کډوالي، فقر بې وزلي او په ځینو سیمو کې روغتیایي اسانتیاوو ته نه لاسرسی دی.
حبیبي زیاته کړه: «د تیر کال په پرتله سږکال موسمي ناروغۍ زیاتې شوي، لکه زکام، سینه بغل او نورې هغه ناروغۍ چې د یخنۍ په موسم کې رامنځته کیږي او زیاتره پرې ماشومان اخته وي.»
د نوموړي په خبره د زکام له امله د مړینې کچه کمه، خو یوازې د ماشومانو د سینه بغل هغه ناروغي ده که په وخت یې درملنه ونشي نو امکان لري ۳۰سلنه مړینه په ماشومانو کې رامنځته کړي.
ډاکتر واحدالله حبیبي اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې میندو ته سپارښتنه وکړه او ویې ویل، که روغتیايي لارښوونې عملي نه کړي نو په موسمي ناروغیو له ماشومانو سربیره د لویانو د اخته کیدو ویره هم ډیره ده.
حبیبي زیاتوي: «په موسیمي ناروغیو کې سینه بغل یې ډیره خطرناکه ناروغي ده او که په وخت یې درملنه ونشي زیاته نو ۳۰ سلنه د ماشومانو د مړینې امکان شته دی، میندې باید خپل ماشومان له ګرم ساتلو سربیره ورته نرم خواړه ورکړي او هم دې د ګڼې ګوڼې ساحو ته نه وړي ځکه دوی ژر پر موسمي ناروغیو اخته کیږي.»
په همدې حال کې روغتون ته پر موسمي ناروغیو د اخته ماشومانو پیوازان له نورو کورنیو د روغتیایي لارښوونو د عملي کیدو غوښتنه کوي.
زمینه چې د سره رود ولسوالۍ څخه روغتون ته راغلې او پنځه کلن زوی یې په سینه بغل ناروغۍ اخته هغې اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، که میندې روغتیایي لارښوونې عملي نه کړي نو د اولادونو ځای به یې روغتون وي.
هغې زیاته کړه: «ډیری میندې دي چې دوی خپلو ماشومانو ته پام نه کوي او بې پروا وي، که دوی بې غوري وکړي نو ډیره ویره شته چې کوچنیان به یې په موسمي ناروغیو اخته شي او بیا به ورسره سرګردانه وي.»
د ننګرهار د روغتيايي چارواکي وایي، د یادو ناروغیو د مخنیوی په موخه يي په ښار او ولسوالیو کې ځينې پروګرامونه په لاره اچولي ترڅو د موسمي ناروغیو مخه ونیول شي.
