اطلاعات روز: د پاکستان په کوټه ښار کې د افغان کډوالو له منځه ځيني سرچينې وايي چې د بې اسناده کډوالو د پيژندنې او شړنې لپاره د دې هيواد د پوليسو عمليات پيل شوي دي.
نن (سېشنبه، ۹ د لړم) له پاکستانه د غير قانوني او بې اسنادو کډوالو د شړلو لپاره د پاکستان له لوري د ټاکل شوې نيټې وروستۍ ورځ ده.
د پاکستان د بلوچستان ايالت په «هزاره ټاون» سيمه کې يوه کډوال اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل چې پوليسو نن سهار يوه کورنۍ او دوه تنه له «شوکت سټاپ» څخه نيولي. د سرچينې په وينا، درو نورو کورنيو په نيمه شپه کډه بار کړې ده.
د سرچينې په وينا، د دې سيمې په يوه کوڅه کې پوليسو ټول کورونه پلټلي دي او اسناد يې غوښتي دي. د سرچينې په وينا، د کومو کسانو د کډوالۍ د کارډ موده چې پای ته رسيدلې او تمديد کړي يې نه دي، يوه مياشت نور وخت يې ورکړی او کومو کورنيو چې اسناد نه درلودل هغوی ته يې د وتلو امر کړی دی. سرچينې ویلي چې اته کډوال شړل شوي دي.
سرچينې زياته کړې چې کوم کسان د پيژندنې او مهاجرت کارډ لري خو د اعتبار موده يې پای ته رسيدلې وي، يوه مياشت وخت يې ورته ورکړی خو څوک چې اسناد نه لري اخراج کېږي. د سرچينې په وينا، کوم کسان چې پاسپورټ او ويزه لري نه اخراج کېږي.
دې کډوال زياته کړې د پاکستان پوليسو په کوټه کې د کورونو مالکانو ته اخطار ورکړی چې غير قانوني او بې اسنادو کډوال دې په خپله له کورونو وباسي او کور دې ورته په کرايه نه ورکوي.
سرچينې په پاکستان کې د هزارهوو د ډيموکراټيک ګوند د يوه غړي غږيز کليپ هم شريک کړی دی او هغه له کډوالو غواړي چې له خپلو کورونو دې دباندې نه وزي.
په پاکستان کې چې د افغانستان کوم کډوال او پناه غوښتونکي مېشت دي، د هغوی تر منځ مدني فعالان او خبريالان هم شته چې د امنيتي دلايلو له وجې پاکستان ته تللي دي. د ځينو خبريالانو د ويزو د اعتبار نيټې پای ته رسيدلې دي او هغوی نه دې توانيدلي چې تمديد يې کړي.
يوه خبريالان اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل چې د رسنيو ملاتړو بنسټونو له پاکستاني چارواکو سره خبرې کړې دي او هغوی ژمنه کړې ده چې خبريالان به نه شړي.
د دې خبريال په وينا، پاکستاني چارواکو ويلي چې د خبريالانو ويزې هم تمديدوي.
سرچينې زياته کړې چې د پاکستاني چارواکو له ژمنو سره-سره پناه غوښتونکي ډېر اندېښمن دي.
د پاکستان د کورنيو چارو وزارت د اکتوبر په درېيمه نېټه اعلان وکړ چې د ۱.۷ ميليون افغان وګړو په ګډون ټول غير قانوني کډوال د اکتوبر تر ۳۱ نيټې وخت لري چې دا هيواد په خپله خوښه پرېږدي، که ولاړ نشي اخراج به کړل شي.
د دې وروستۍ نيټې تر اعلان وروسته، له پاکستانه د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو راستنېدل زيات شوي دي.
د بشري حقونو بنسټونه اندېښمن دي چې د کډوالو او پناه غوښتونکو جبري شړل هغوی له خطر سره مخ کوي.
له دې اندېښنو سره-سره، پاکستانی دولت تر اوسه له خپلې پرېکړي نه دی پر شا شوی.
