کندهار کې سوالګرې ميرمنې: د کار نشتون له امله مو خیرات غوښتلو ته مخه کړې

د طالبانو بیا ځلي واکمنېدو وروسته د کندهار ترڅنګ د هیواد په ګڼو ولایتونو کې د دغې ډلې لخوا د سوالګرو راټولولو کمپاینونه ترسره شول، چې په دې ترڅ کې د طالبانو د سوالګرو راټولولو کمیسیون سلګونه کسان مستحق ګڼلي او ویلي یې دي چې یادو کسانو ته میاشتني امتیازات ورکوي، خو کندهار کې بیا بې سرپرسته سوالګرې میرمنې ادعا کوي چې دوی ته تر دې دمه کوم لوري پاملرنه نه ده کړې.

دوی وایي، د بې روزګارۍ، غربت او بې سرپرستۍ له کبله اړې شوي ترڅو په ښار کې سوال وکړي او له دې لارې د خپلې کورنۍ ورځنۍ اړتیاوې پوره کړي.

بي بي شمسیه هغه میرمن ده چې د تېرو اتو کلونو راهیسې د کندهار په ښار او کوڅو کې سوال کوي، وايي تراوسه یې چا پوښته نه ده کړې او د بې سرپرستۍ له کبله اړه شوې چې د خپلې لس کسیزې کورنۍ د ساتنې لپاره سوال وکړي.

هغې وویل: «لس ښځې په کور کې ساتم يو دانه زوی لرم، داسی کار نشته چې موږ یې وکړو، ولاکه د اوړو پيدا کولای شم، حکومت هيڅ مرسته نه ده راسره کړې.»

يوه بله کونډه ميرمن صديقه وايي، له کله نه چې يې خاوند مړ شوی د زياتې مجبورۍ له کبله یې خيرات ټولولو ته مخه کړې.

صديقه زياتوي، د خپلو پنځو يتيمو ماشومانو لپاره يې د سرپناه په پار د زيات شمېر کسانو دروازه ټکولې، خو په خبره یې چې ټولو ورته د نه ځواب ورکړی دی.

نوموړې زیاته کړه: «دغه د يو نيم کلن زوی لرم د بسکویټ رانيولو وس یې نه لرم، ناسته يم بغارې وهم کوچني يتيمان مې دي کونډه يم، دومره شی نه لرم چې ماښام يې دا کوچنيانو ته ور سم کړم، په نس پورې يې زه حيرانه يم.»

صدیقې وویل، چې له تېرو لسو ورځو راهیسې يې کور کې پخلی نه‌ دی کړی‌، له ګاونډيانو څخه د هغوی پاتې شوني خواړه راوړي او له خپلو بچيانو سره پرې شپې سبا کوي.

سوالګرې میرمنې وایي، نه سرپرست لري او نه هم داسې کوم کار شته چې دوی یې وکړي او خپله کورنۍ پرې وساتي

د عرفې په نوم یوه بله سوالګره میرمن هم د ورته برخلیک مخ ده وايي، د طالبانو بیا ځل واکمنیدو وروسته غربت اړه کړې چې سړکونو ته راووځي او یا هم کور په کور سوال ټول کړي.

عرفې وويل: «خاوند مې په خدایي مرګ مړ شو، کله يې رېړۍ چلوله، کله يې روزانه کوله ټول لویان او کوچنيان پرې راټول وو، خو اوس يا زه د خلکو کالي مينځم، يا پر کورونو ګرځم چې يوه وچه ډوډۍ یا د خوراک يو شی راکړي.»

یادې سوالګرې میرمنې د طالبانو له حکومت او خیریه بنسټونو غوښتنه کوي، چې دوی ته دې د داسې کار روزګار زمینه برابره کړي ترڅو پرمټ یې وکولای شي خپلې کورنۍ ته ډوډۍ پیدا او له خیرات غوښتلو خلاصې شي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت د هیواد په کچه د سوالګرو راټولولو لپاره یو ځانګړی کمیسیون جوړ کړی، چې له لارې یې د بېلابېلو ولایتونو څخه زرګونه سوالګر راټول کړي او مستحقو سوالګرو ته یې یو لړ امتنیازات هم ټاکلی چې په میاشتني ډول ورکول کېږي.

کندهار ولايت کې د طالبانو د سوالګرو راټولولو کميسيون مشر حاجي کامل وايي، پخوا یې دغلته ۲۰زره بې وزله کسانو ته میاشتني امتیازات ورکول، خو وروسته یې له منځه دوه زره مستحق وپیژندل شول او اوس یوازې یاد شمیر کسانو سره مرسته کېږي.

حاجي کامل وايې: «اوس تقريباً ۲۰۰۰ يا ۱۸۰۰ کوره دي چې موږ مرسته ورکوو، نارينه او ښځينه ګډوډ، ۴۰۰ يا هم ۵۰۰ کسان به يې نارينه وي هغه نور ټولې ښځينه دي، دوی ته موږ هره مياشت يو شی ورکوو، يو پارسل اوړه وي، نغدې پيسې وي، کله دال، لوبيا، غوړي.»

نوموړی زياتوي، چې د دوی له ادارې سره ټول ثبت کسان هغه سوالګر دي چې مخکې يې پر سړکونو او یا هم کور په کور سوال کاوه او له همدې لارې یې خپله کورنۍ ساتله.

ویل کېږي چې پر هیواد د طالبانو تر ولکې وروسته د فقر او بې روزګارۍ زیاتیدو له کبله په ښارونو کې د سوالګرو شمیر زیات شوی چې له منځه یې یو شمیر کسانو له مجبورۍ سوال کولو ته مخ کړې او یو شمیر بیا په دې کار روږدي شوي او دا کار خپل کسب او د پیسو ګټلو اسانه لار بولي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه