اطلاعات روز: کندهار ښار کې ځایي سرچینې وایي، چې د دې ښار په څلورمه حوزه کې «نامعلومو» وسله والو يو دوکاندار په ډزو وژلی دی.
یوې سرچینې د نوم نه یادلو په شرط وویل، چې دغه پېښه پرون يکشنبه (۷ د لړم) د څلورمې حوزې اړوند «کاروان» کوڅه کې رامنځته شوې چې د علي جان په نوم يو دوکاندار په کې وژل شوی دی.
د سرچینې په خبره، چې علي جان د کندهار ښار په «ښکاپر» دروازه کې د خوراکي توکو دوکان درلود او له څه مودې راهيسې يې له يوې کورنۍ سره حقوقي دعوه هم درلوده.
د سرچينې په وينا، وسله وال کس د علي جان تر وژل کیدو وروسته په تیښته بریالی شوی دی.
کندهار کې د طالبانو ځايي امنيتي مسوولين هم ياده پېښه تاییدوي او وایي، چې په دې تړوا یې پلټنې پېل کړې دي.
تردې وړاندې هم کندهار ښار کې د وسله وال بريدونو پرمهال ګڼ کسان وژل شوي، چې د ډیریو یې د وژنو لامل نه دی څرګند شوی.
