اطلاعات روز: د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو وزارت وايي چې له تېري يوې ورځې راهيسې له پاکستانه او ايران څخه په جبري او داوطلبانه توګه تر ۱۲ زره زيات کډوال راستانه شوي دي.
د دې وزارت په وينا، د اوو زرو او ۸۸۱ تنو يو زر او ۳۵۸ کورنۍ پرون (شنبه، ۶ د لړم) د تورخم له لارې هيواد ته راغلې.
د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو وزارت په وينا، دا کورنۍ د مرستې تر لاسه کولو په موخه د کډوالۍ نړيوال سازمان ته ور وپېژندل شوې او ياد دفتر له هرې کورنۍ سره د ۱۰ زره او ۵۰۰ افغانيو په ارزښت د غير خوراکي توکو مرسته کړې ده.
د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو وزارت په يوه بله خبرپاڼه کې راغلي، ۳۰۰ کورنۍ چې يو زر او ۸۷۶ تنه وو د سپين بولدک له لارې هيواد ته راغلي دي.
د کډوالو او را ستنېدونکو همدې وزارت زياته کړې ده چې دوه زره او ۶۹۵ زره کډوال پرون په جبري او داوطلبانه توګه د اسلام کلا له لارې له ايران څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.
ايران او پاکستان له څو لسيزو راهيسې د ميليونونو افغانانو کوربتوب کوي.
پاکستان په دې وروستيو کې له بې اسنادو کډولو غوښتي چې دا هيواد پرېږدي. دې هيواد د ۱.۷ ميليون افغان کډوالو لپاره د نومبر تر لومړۍ نيټې وخت ټاکلی چې له پاکستانه ووزي او که ولاړ نشي نو وبه شړل شي.
له ايرانه هم د کډوالو راستنېدل دوام لري.
د طالبانو حکومت راستنېدونکو ته د رسيدګۍ په موخه يو عالي کميسيون جوړ کړی دی. د طالبانو د کډوالو وزارت د دې کميسيون د لومړۍ غونډې خبر ورکړی دی.
په افغانستان کې د اروپا استازولي وايي چې هغو افغانانو ته يې ۱۵ ميليونه يورو ځانګړې کړې دي چې خپل هيواد ته ستنېږي.
دا بودجه د کډوالۍ نړيوال سازمان (آی او ايم) ته ورکول کېږي.
