اطلاعات روز: د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې ننګرهار کې د غازي امان الله خان «لېست ای» سیالیو شپږم پړاو پېل شو، چې د هېواد د پنځوو زونونو پنځه لوبدلې په کې برخه لري.
د کرکټ بورډ د کورني کرکټ مسوول نظیم جار عبدالرحیمزی وايي، دغه سیالۍ نن (یکشنبه، ۷ د لړم) د ننګرهار په غازي امان الله خان لوبغالي کې پېل شوې.
عبدالرحیمزي وویل، چې د دغو سیالیو ټولې برخه والې لوبډلې به اته اته سیالۍ وکړي، چې د یو بل پر وړاندې به دوه دوه سیالۍ ترسره کړي.
نوموړی زیاتوي، چې یادې ټولې سیالۍ به په غازي امان الله خان لوبغالي کې ترسره شي، چې د نوامبر میاشتې په ۲۰مه به پای ته ورسېږي.
د هغه په خبره، د افغانستان د کرکټ بورډ له یادو سیالیو یې موخه د کورني کرکټ وده، ملي او نورو لوبډلو ته د پیاوړو لوبغاړو پیدا کول دي.
بل لور ته د کرکټ لوبغالو دا ډول سیالۍ د کورني کرکټ او د لوبغاړو د استعداد لوړاوي په برخه کې مهمې بللي او له کرکټ بورډ یې د دوام او لا زیاتوالي غوښتنه کړې.
