اطلاعات روز: د طالبانو پوليس وايي چې کندهار ښار کې يې يو تن «غل» هغه مهال وژلی چې غوښتل يې د طالبانو له امنيتي ځواکونو د وسلې په اخيستلو وتښتي.
کندهار کې د طالبانو پوليسو وايي دا پېښه نن (شنبه، د لړم ۶) د کندهار ښار اړوند څورلسمي حوزې په مربوطاتو کې هغه مهال رامنځته شوې چې د دوی له خوا نيول شوي غله د تېښتې هڅه کوله او غوښتل يې د طالبانو له امنيتي کسانو وسله واخلي.
د طالبانو پوليس زياتوي دا کس چې دوې ورځې وړاندې د وسلوالې غلا پر مهال نيول شوی و، د نيول کېدو پر مهال يې هم د وسلې اخيستلو هڅه کړې وه او درې طالبان يې ژوبل کړي وو.
د طالبانو پوليسو زياته کړې: «غله [نن] تشناب ته د تللو په بهانه غوښتل له بندخونې وتښتي، بيا د امنيتي مسوولينو له خوا نيول شوی. غله غوښتل له طالبانو وسله واخلي او پر هغوی ډزې وکړي خو د امنيتي کسانو له خوا ټکان پر شوي او مړ شوی. نور کوم چاته زيان نه دی رسېدلی.»
د طالبانو د ځايي چارواکو په خبره چې دا کس د پلټنو په موخه امنيې قوماندانۍ ته سپارل شوی و چې نن ووژل شو.
د يادونې وړ ده چې تردې وړاندې هم وسلوال «غله» د طالبانو له ځايي امنيتي کسانو سره د نښتې پر مهال وژل شوي دي.
