اطلاعات روز: د بشري حقونو فعالې او د نوبل د سولې جايزې ګټونکې ملالې يوسفزۍ د پاکستان له دولت څخه غوښتي چې د افغان کډوالو «د ډلييز اخراج پر بیړني سياست» دې له سره غور وکړي.
اغلې يوسفزۍ تېره شپه (جمعه، ۵ د لړم) پر خپله ايکس پاڼه د یوه پوسټ په خپرولو سره ليکلي، چې «افغان کډوال، ماشومان، ښځې، سړي او بوډاګان چې د طالبانو له ځورونې او اذيت څخه تښتي د ملاتړ، عزت او امنيت ساتنې مستحق دي، نه دا چې له زياتو ننګونو او ځورونې [سره مخ شي].»
نوموړې زياته کړې: «زه د ملګرو ملتونو د کارپوهانو غوښتنه تکراروم او د پاکستان له دولت څخه غواړم چې د ايستنې پر خپل ډلييز او بېړني سياست دې غور وکړي.»
پاکستاني دولت د افغانستان ۱.۷۳ ميليونه «غير قانوني» کډوالو او پناه غوښتونکو ته د نوامبر تر لومړۍ نيټې وخت ورکړی چې دا هيواد دې پرېږدي، که ولاړ نه شي، په زور به وشړل شي.
په وروستي ځل د پاکستان د بهرنيو چارو لنډمهالي وزير سرفراز بوګټي د پنجشبې په ورځ کډوالو او پناه غوښتونکو ته اخطار ورکړ چې که دا هيوا پرېنږدي، نيول کېږي او وبه شړل شي.
د ملګرو ملتونو سازمان او بېلابېلو نړيوالو بنسټونو له پاکستانه غوښتي چې پر خپله پرېکړه دې له سره غور وکړي، خو د پاکستان لنډمهالي وزير ويلي، چې دا هيواد به له خپلې پرېکړي پر شا نه شي.
