اطلاعات روز: د بښنې نړيوال سازمان يو ځل بيا د پاکستان له دولت څخه غوښتي چې د ۱.۴ ميليونه افغان وګړو په ګډون دې د بې اسناده پناه غوښتونکو د ايستلو پرېکړه بیرته واخلي او د بشري حقونو نړیوالو قوانینو ته دې ژمن پاتې شي.
دې سازمان نن (شنبه، ۶ د لړم) پر ايکس ليکلي، چې تر ۱.۴ میلیونه زيات بې اسناده افغان کډوال له پاکستانه د بېړنۍ ايستنې له خطر سره مخ دي.
د بښنې د نړيوال سازمان په وينا، د دې پناه غوښتونکو شړل د هغوی د بشري حقونو نقض دی او د هغوی شړل د هغوی د خونديتوب، رفاه او لومړنيو خدماتو ته د لاسرسۍ په تړاو جدي پوښتنې راپورته کوي.
دې سازمان زياته کړې: «له موږ سره يو ځای شئ تر څو له پاکستاني دولت څخه وغواړو چې ژر تر ژره دې خپله پرېکړه لغوه کړي او نړيوالو بشري حقونو ته دې ژمن پاتې شي.»
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کميشنرۍ هم پرون له پاکستانه غوښتي و، چې د بشري ناورين د مخنيوي په موخه دې د افغان وګړو له جبري شړلو لاس واخلي.
د بشري حقونو د عالي کميشنرۍ وياندې راوينا شمدسانۍ په یوې بیان کې ويلي، چې دا بنسټ د پاکستان د دې اعلان له کبله چې غواړي «بې اسناده» بهرني وګړي وباسي، ډېر اندېښمن دی.
دې زياته کړې چې تر دوه ميليونه زيات افغان وګړي له اسنادو پرته په پاکستان کې ژوند کوي چې لږ تر لږه ۶۰۰ زرو تنو يې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته افغانستان پرېيښی دی.
راوينا شمدساني ويلي: «موږ باورمن يو ډېری کسان چې له شړنې سره مخ دي افغانستان ته تر ستنېدو وروسته د خپلسرې نيونې، شکنجې او غير انساني چلندونو په ګډون د بشري حقونو له جدي نقض سره مخ دي.»
د دې په وينا، د مدني ټولنې فعالان، د بشري حقونو مدافعين، پخواني دولتي چارواکي او امنيتي ځواکونه او ښځې او نجونې هغه افراد دي چې له شړنې سره مخ دي.
تر دې وړاندې هم د بشري حقونو بنسټونو له پاکستانه د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو د شړنې په تړاو اندېښنه ښودلې وه، خو پاکستاني چارواکي وايي چې د خپلې پرېکړي په پلي کولو کې جدي دي.
د پاکستان د کورنيو چارو وزير يو ځل بيا خبرداری ورکړی چې غير قانوني کډوال او پناه غوښتونکي به تر ټاکل شوې مودې وروسته ونيول شي او وبه شړل شي.
