خوستي بڼوال وایي، سږکال یې د املوکو حاصلات زیات او اړتیا نشته چې سوداګر پاکستاني املوک وارد کړي

انځور: خوست کې د طالبانو د کرنې ریاست

په خوست ولايت کې بڼوال وایي، د املوکو سږني حاصلات یې دومره زیات دي چې کورنۍ اړتیا پوره کوي او د طالبانو د سرپرست حکومت له اړونده ادارو غوښتنه کوي چې د پاکستاني املوکو به وارداتو دې بندیز ولګوي.

د دوی په خبره د املوکو څومره حاصلات چې شوي په کور دننه اړتيا پوره کوي او بايد د دوی خپل حاصلات د پاکستاني املوکو پرځای بازار ته وړاندې شي.

د دغه ولايت د لکڼو اړوند بکخېلو سيمې يو بڼوال حاجي شفيق الله اطلاعات روز ته وویل، چې د تېرکال په پرتله یې د املوکو حاصل د پام وړ ښه شوی، خو نوموړی یې ساتنې او خرڅلاو ته اندېښمن دی.

هغه وايي، په ټوله کې سږکال د خوست املوکو ښه حاصل ورکړی او که یې د ساتنې او بازار برخه کې اړونده ادارې پام وکړي، نو بڼوالو ته به یې زیاته ګټه ورسیږي.

هغه وايي: «زمونږ د سږکال املوکو حاصل ډېر ښه دی او یوازې زما نه د خوست په هره سیمه کې چې د املوکو باغونه شته، نو ښه حاصل یې ورکړی دی، خو یوه ستونزه چې مونږ ورته اندېښمن یو هغه یې ساتنه او خرڅلاو دی، که مونږ یې په مناسب ځای کې و نه ساتو نو د ګټې پر ځای له تاوان سره مخ کیږي»

خوستي بڼوال وایي، سږکال یې املوکو دومره حاصل ورکړی چې په کور دننه اړتیا پوره کوي. انځور: خوست کې د طالبانو د کرنې ریاست

د دې ولایت د املوکو یو بل بڼوال رییس بیا وايي، خوست کې املوکو سږکال دومره حاصل ورکړی چې په کور دننه اړتیا پوره کوي.

نوموړی زیاتوي چې پاکستاني املوکو یې په بازار سیوری غوړولی او خلک د کورنیو املوکو پرځای د یاد هیواد املوک پیري.

رییس د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي چې له پاکستانه دې وارېدېدونکو املوکو او نورې مېوې مخه ونیسي او داسې یې وویل: «د خوست املوک د کیفیت او خوند له پلوه د پاکستاني املوکو په پرتله ډېر ښه دي، خو سوداګر یې ارزانه ورکوي چې مونږ نه شو کولی ټول حاصلات بازار ته وړاندې کړو، غوښتنه مو دا ده چې د دې املوکو واردات باید مطلق بند شي، تر څو خپل املوک مو په مصرف ورسیږي.»

له تېرو څو کلونو راهیسې د خوست ولایت په مرکز اړوند او ځینو ولسوالیو کې بڼوالو د املوکو بڼونه کینولي چې ښه نتیجه یې ورکړې او خلک د دې لمدې میوې د لا دود لپاره له اړونده ادارو غوښتنه کوي چې له دوی سره دې د بڼونو په برخه کې همکاري وشي.

خوست کې د املوکو یو بڼ. انځور: خوست کې د طالبانو د کرنۍ ریاست

په همدې حال کې بیا د خوست ولایت لپاره د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست څو ورځې وړاندې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي و، چې له وزارت څخه د مرستیال وزیر په مشرۍ یو پلاوی ورغلی و او په دې ولایت کې یې د کرنې په برخه کې شته ستونزې او غوښتنې ورسره شریکې کړې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د کرنې وزارت مرستیال  صدراعظم عثماني شته اړتیاوو ته د رسېدو ډاډ ورکړ، خو د د دغه  ولایت له کرنې ریاست مسوولینو یې غوښتنه وکړه چې هغو مسایلو ته لومړیتوب ورکړي چې بڼوال او بزګران ورسره په ستونزه کې دي.

د بڼوالۍ ملي پروژه چې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې یې په خوست ولایت کې فعالیت پېل کړ، د خوست ولایت په مرکز او ګڼو ولسوالیو کې یې له بڼوالو سره د نورو همکاریو ترڅنګ د املوکو بڼونو د مروج کېدو اقدام هم پېل کړی و او په ګڼو سیمو کې یې په رزګونه جریبه ځمکه د بڼونو مرسته کړې چې اوس ترې بڼوال هرکال د پام وړ حاصلات ترلاسه کوي، که څه هم یاده پروژه اوس ځنډېدلې، خو بڼوال یې د بدیل غوښتنه کوي.

خوست د هیواد له ګرمسیره ولایتونو څخه دی، چې د املوکو سربېره په کې چهارمغز، بادام، زردالو، انار، ناک، مالټې او الوچې کېږي چې په ګڼو سیمو کې په سلګونه جریبه ځمکه یې بڼونه کرل شوي او بڼوال ورڅخه هرکال په زیاته کچه حاصلات ترلاسه کوي، خو تر ټولو لویه ستونزه چې دوی ورسره لاس او ګرېوان دي د ساتنې او مناسب بازار نشتون دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه