اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو پولیس وایي چې د دې ولایت په روداتو ولسوالۍ کې د دوو کورنیو تر منځ د نښتې له امله یو تن مړ او اته تنه نور ټپیان شوي.
د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ لپاره د طالبانو ویاند عبدالبصیر زابلی وایي چې دا نښته نن (چهارشنبه، ۳ د لړم) د روداتو ولسوالۍ په «قاضي کلا» سیمه کې را منځته شوې.
د زابلي په وينا؛ دواړو کورنیو پر یو-بل د چړو ګوزارونه کړي او په دې پېښه کې له دواړو لورو اته تنه ټپیان او یو بل وژل شوی دی.
نوموړي د ښکېلو کورنیو د نوم او د پېښې د لامل په تړاو جزيیات نه دې ورکړي.
ننګرهار کې وخت ناوخته د ځمکې پر سر او شخصي دښمنیو له امله نښتې را منځته کېږي چې مرګ ژوبله هم لري.
