اطلاعات روز: د خوړو نړيوال پروګرام وايي، چې په ژمي کې له اړمنو کورنيو سره د مرستې لپاره ۴۰۰ ميليونه ډالره بودیجې ته اړتيا لري.
دې پروګرام نن (چهارشنبه، ۳ د لړم) پر خپله ايکس پاڼه ليکلي، چې ژمی را روان دی او افغانستان صبر نه شي کولای.
همدا راز د خوړو نړيوال پروګرام اعلان کړی چې له افغانستانه سره د اروپايي ټولنې تر ۲۱.۶ ميليونه زياتو بشرپالو مرستو د اعلان هرکلی کوي.
د خوړو د نړيوال پروګرام په خبرپاڼه کې راغلي، چې له دې پروګرام سره د اروپايي ټولنې مرسته په ټول افغانستان کې له ۲۱ ميليونه متضررو او غذایي ناامنۍ سره مخ وګړو سره کومک کوي.
د خوړو نړيوال پروګرام وايي، چې په افغانستان کې ۱۵ ميليونه وګړي چې د دې هيواد د نفوس يوه پر درې برخه ده، نه پوهېږي چې خپل راتلونکی خوراک له کومه کړي.
په عين حال کې د ژمي په را رسېدو سره ويجاړوونکو زلزلو د هيواد لوېديځ ولړزاوه. دې ناورين بشري کړکېچ نور هم سخت کړی دی.
