اطلاعات روز: په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست نصير احمد فايق د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې د بشري، ټولنيزو او کلتوري چارو د کميټې په ناسته کې ويلي، چې په افغانستان کې ماشومان له سخت تاوتريخوالي کړېږي.
ده زياته کړې چې په هيواد کې کارګر ماشومان پر زياتېدو دي او د هغوی پر وړاندې جنسي تاوتريخوالی زياتې اندېښنې راپيدا کوي. د ده په وينا، د ماشومانو ودونه هم زيات شوي دي.
فايق په دې غونډه کې چې پرون (سېشنبه، ۲ د لړم) شوې، همدا راز ويلي، چې قومي او مذهبي لږکۍ لکه هزاره ګان، شيعه او سيکان د هدفي بريدونو، خپلسرو وژنو، بد چلند، شړل کېدو او ډلييز مجازات سره مخ دي.
ده د خپلو خبرو په دوام زياته کړې چې په افغانستان کې معلوليت لرونکي وګړي بشرپالي ملاتړ ته د لاسرسي په برخه کې له خنډونو سره مخ دي چې له کبله يې تبعيض په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو ترمنځ راپيدا کېږي.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست په ګاونډيو هيوادونو کې د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو وضعيت ته په اشارې سره ويلي، چې هغوی د ناوړه ګټې اخيستنې په لړ کې د زيانمنېدو له جدي ننګونو سره مخ دي.
ده له پاکستان څخه د ۱.۴ ميليونه افغان کډوالو د ډلييزې شړنې او جبري استونې د مخنيوي لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ځانګړو راپورچيانو د مشترکې اعلاميې هرکلی کړی دی.
پاکستان د غير قانوني کډوالو لپاره د نوامبر تر لومړۍ نيټې وخت ټاکلی چې دا هيواد دې پرېږدي، که ولاړ نه شي نو وبه شړل شي.
د پاکستان دې اقدام غبرګونونه راپارولي دي، په دې لړ کې د بشري حقونو بنسټونو له اسلام اباد څخه غوښتي چې پر خپله پرېکړه دې بيا ځلې غور وکړي.
فايق هم ويلي: «موږ د هغو هيوادونو د سخاوت ستاينه کوو چې د تېرو کلونو پرمهال د افغان کډوالو کوربانه و. موږ هېله لرو چې د هغوی ځواب بايد له شفقت او بشرپالو اصولو ته له ژمنتيا سره مل وي.»
ده په خپلو خبرو کې د بشري حقونو نقض او د طالبانو له لوري ځپنې ته هم اشاره کړې او ويلي يې دي، اړينه ده چې نړيواله ټولنه دې سرغړونو ته د رسيدګۍ، د افغان وګړو د حقونو او نېکمرغۍ د خونديتوب او هر اړخيزې حللارې د تضمين په موخه د يوه مشروع سياسي جوړښت د رامنځته کولو لپاره همغږی اقدام وکړي.
