اطلاعات روز: ننګرهار ولایت کې د طالبانو ځایي امنیتي چارواکي وایي، چې په دغه ولایت کې دوو کسانو د زیارت پر سر شخړه کړې، چې له امله یې یو کس وژل شوی او بل ټپي دی.
د ننګرهار امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند عبدالبصیر زابلی وایي، دغه شخړه تېره ورځ (دوشنبه، ۱ د لړم) د سره رود ولسوالۍ اړوند د «پیر صاحب زیارت» کې د زیارت د منجاور او یوه زیارت کوونکي ترمنځ شوې ده.
زابلی زیاتوي، چې زیارت کوونکي او د زیارت ساتوونکي یا منجاور تر لفظي شخړې وروسته نښته کړې او پر یو بل یې ډزې کړي او دواړه سخت ټپیان شوي، چې وروسته زیارت کوونکي د سختو ټپونو له امله ساه ورکړې ده.
نوموړي د یادې پېښې د لامل په تړاو نور جزیات نه دي ورکړي.
په دې وروستیو کې ننګرهار کې تر بل هر وخت د خپلمنځي نښتو له امله د مرګ ژوبلې کچه لوړ شوې، چې خلک یې اندېښمن کړي او د مخنیوي په برخه کې یې طالبان په ناغېړۍ تورنوي.
