په کابل کې د اوبو د کمښت بحران؛ طالبانو له ملګرو ملتونو د مرستې غوښتنه وکړه

اطلاعات روز: کابل کې د طالبانو والي محمد قاسم خالد په پلازمېنه کې د اوبو د کمښت بحران ته د رسيدګۍ په موخه له ملګرو ملتونو د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

نوموړي دا غوښتنه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (يوناما) د مرکزي زون د دفتر له رييس آنيت ليت سره په ليدنه کې کړې ده.

د کابل د ولايت مقام دفتر په یوې خبرپاڼه کې ويلي، چې د طالبانو والي په کابل ښار کې د اوبو د کمښت ستونزې ته په اشاره سره ويلي، چې د پلازمينې وګړي پاکو اوبو ته د نه لاسرسي له کړکېچ سره مخ دي.

په کابل کې د اوبو کمښت، په ځانګړې توګه د پلازمېنې په لوېديځه برخه کې يوه جدي ننګونه ده. ويل کېږي چې تر ځمکې د لاندې اوبو د کمښت له کبله ځينې څاوې وچې شوي او د ځينو نورو اوبه کمې شوې دي.

په کابل کې د طالبانو والي له يوناما څخه غوښتي چې په پلازمېنه کې دې د اوبو د کمښت کړکېچ ته د رسيدګي په لړ کې مرسته وکړي.

د يوناما د مرکزي زون د دفتر رییس ويلي، چې دا دفتر غواړي د پلازمينې په بېلابېلو برخو کې پروژې عملي کړي.

ده زياته کړې چې يوناما د ښې حکومتولۍ او د خلکو د ټولنيزو ستونزو د حل په برخه کې هم غونډې جوړوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه