سينيرلي اوغلو له حقاني سره په ليدنه کې د نجونو پر زده کړو د بنديز لېرې کېدو غوښتنه کړې

Photo: @moiafghanistan via X

اطلاعات روز: د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي فريدون سينيرلي اوغلو افغانستان ته د سفر په ترڅ کې د طالبانو د کورنيو چارو له وزير سراج الدين حقاني سره په لیدنه کې د نجونو پر زده کړو د بنديز لېرې کېدو غوښتنه کړې.

د طالبانو د کورنيو چارو وزارت نن (دوشنبه، ۱ د لړم) پر خپله ايکس پاڼه د يوې اعلاميې په خپرولو سره د دې ليدنې په اړه خبر ورکړی دی.

د طالبانو د کورنيو چارو وزارت په اعلاميه کې راغلي، چې ښاغلي سينيرلي اوغلو د افغانستان د اوسنيو ستونزو حل «د نجوو پر زدکړو د بنديز لېرې کېدو» او «د افغانستان له خاورې د نورو هيوادونو پر خلاف د ګواښونو مخنيوی» ګڼلی دی.

د طالبانو د کورنيو چارو وزارت له اعلاميې سره سم، ښاغلي سينيرلي اوغلو همدا راز ويلي، چې د بېلابېلو هيوادونو له استازو سره په ليدنه کې يې موندلې چې هيڅ هيواد په افغانستان کې د جنګ غوښتونکی او ملاتړی نه دی.

په دې اعلاميه کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي په وينا راغلي، چې يوناما لېواله ده چې د افغانستان او نړۍ ترمنځ د اړيکو، بيا رغونې او له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې همکاري وکړي.

سراج الدين حقاني په دې ليدنه کې ويلي، چې نړيواله ټولنه او نړيوال سازمانونه بايد «د يو اړخيزو پرېکړو پر ځای، پر تفاهم او ډيپلوماټيکو اړيکو ټينګار وکړي».

ده زياته کړې چې مشکلات او خنډونه بايد د خبرو-اترو له لارې حل شي.

د طالبانو د کورنيو چارو وزارت سرپرست افغانستان د نړيوالې ټولنې يو مسوول غړی بللی او ټينګار يې کړی چې د نړيوالې ټولنې دا غړی بايد له پامه ونه غورځول شي.

د طالبانو د کورنيو چارو وزارت په اعلاميه کې د ښاغلي حقاني له خولې د نجونو زده کړو ته اشاره نه ده شوې.

فريدون سينيرلي اوغلو تازه افغانستان ته سفر کړی دی. ده تر دې وړاندې له پخواني ولسمشر حامد کرزي او د پخواني حکومت د سولې د عالي شورا له رييس عبدالله عبدالله سره ليدلي دي.

طالبانو پر افغانستان تر بيا ځلې واکمنېدو وروسته، تر شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځي ته له تللو منع کړې دي او همدا راز يې د پوهنتونو دروازې هم د ښځينه زدکړيالانو پر وړاندې تړلې دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه