اطلاعات روز: پاکستانۍ رسنيو خبر ورکړی چې له دې هیواده د غير قانوني کډوالو د وتلو لپاره د يوې مياشتې ضرب الاجل تر ټاکلو وروسته ۵۹ زره او ۵۶۱ افغان کډوال خپل هيواد ته ستانه شوي دي.
پاکستان غير قانوني کډوالو ته د نوامبر تر لومړۍ نيټې وخت ورکړی چې دا هيواد پرېږدي.
په همدې حال کې د پاکستان راډيو ليکلي، چې تراوسه ټولټال ۵۹ زره او ۵۶۱ افغان کډوال ستانه شوي چې دا «به پر سيمه مثبت اغېز ولري».
دې رسنۍ زياته کړې، چې د افغانستان د پناه غوښتونکو د چارو کميسيون د خپلو وګړو د بيرته ستنيدنې لپاره مناسبې اسانتياوې چمتو کړې دي.
همدا راز د پاکستان راډیو په وينا، پاکستاني امنيتي ځواکونه هم پر پوله بوخت دي چې افغان وګړي په خوندي توګه ستانه شي.
د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو د ايستنې په تړاو د پاکستان پرېکړه د بشري حقونو د بنسټونو له نيوکو سره مخ ده. د بشري حقونو فعالان له پاکستانه غواړي چې پر خپله پرېکړه دې له سره غور وکړي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کارپوهانو په يوه ګډه اعلاميه کې ويلي، چې د غير قانوني کډوالو د شړلو لپاره د پاکستان پرېکړه د افغانستان پر ۱.۴ ميليونه زيات وګړو اغېز کوي، په دې کې هغه وګړي هم شامل دي چې د بشري حقونو د نقض او په افغانستان کې د بشري کړکېچ له کبله پاکستان ته د امنيت او خونديتوب په موخه تښتیدلي دي.
دې کارپوهانو د کورنيو، ښځو او ماشومانو په ګډون د افغان وګړو د بيرته ستنولو په تړاو اندېښنه ښکاره کړې او ويلي يې دي چې دوی به په خپل هيواد کې له د بشري حقونو د نقض په څېر له نه جبرانېدونکو زيانونو سره مخ شي.
