اطلاعات روز: د طالبانو کورنيو چارو وزارت اعلان کړی چې د وروستيو شپږو مياشتو پر مهال په هيواد کې ترافيکي پېښو د يو زر او ۲۹ تنو ژوند اخيستی دی.
د طالبانو د کورنيو چارو وزارت وياند عبدالمتين قانع نن (يکشنبه، ۲۹ د تلې) په يوه خبري کانفرانس کې ويلي چې په دې موده کې د هيواد پر لويو لارو او ښارونو کې دوه زره او ۲۸۸ ترافيکي پېښي شوې دي.
ده ويلي چې په دې پېښو کې درې زره او ۸۹۰ تنه نور ژوبل شوي دي.
د طالبانو د کورنيو چارو وزارت وياند ويلي چې دا پېښي د موټر چلوونکو د «بې احتياطۍ» له امله پېښي شوې دي.
د اطلاعات روز ورځپاڼې له موندنو سره سم، د روان کال په وږي مياشت کې تر مرموزو وژنو وروسته ترافيکي پېښي د هيوادوالو د مړينې بل ستر لامل دی.
دا شميرې ښيي چې د وږي مياشتې پر مهال په هيواد کې ۶۱ تنه د مرموزو وژنو او ۵۹ تنه نور د ترافيکي پېښو له امله مړه شوي دي.
د موټرچلوونکو له بې احتياطۍ پرته د ترافيکي نښو نشتون او د لارو خرابوالی په هيواد کې د ترافيکي پېښو نور عوامل ګڼل کېږي.
از روزنامهنگاری مستقل حمایت کنید
محدودیتهای گسترده بر رسانهها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه میدهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.
ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم مینویسیم.
مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوبشدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشماندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادیهای برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.
خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت میکنند تا گزارشهای دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایتهای مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.
هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامهنگاری مستقل کمک میکند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.
در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید
برای حمایت اینجا کلیک کنید