ډیر حاصل کمه ګټه؛ ننګرهار کې کروندګر د پنبې له ګټې وټې خوښ نه دي

ننګرهار کې د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست لپاره د طالبانو مسوولین وايي، چې په دغه ولایت کې په نږدې درې زره هکټاره ځمکه پنبه کرل شوې، چې د تېرو کلونو په پرتله یې کابو درې برابره زیات حاصل ورکړی دی.

په همدې حال کې بیا د ننګرهار د لېرې پرتو ولسوالیو کروندګر شکایت کوي، چې طبیعي آفتونو، د مناسب بازار نشتوالي او د پنبې ټیټو بیو دوی ته د ګټې پرځای زیان رسولی او ډېر کله یې حاصلات آن خپل لګښتونه هم نه شي پوره کولی.

د ننګرهار له حصارک غلجايي ولسوالۍ پرته د دې ولایت په نورو ۲۱ ولسوالیو کې د پنبې کښت شوی او د تېرکال په پرتله یې په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

د ننګرهار د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست لپاره د طالبانو ویاند اجمل سبحاني په دې اړه وویل: «سږکال د ننګرهار په ۲۱ ولسوالیو کې په تقریبا ۲۸۹۵ هکټاره ځمکه پنبه کرل شوې او زموږ د اټکل له مخې به سږکال تقریباً ۴۷۶۲ مټریک ټنه حاصل ترې ترلاسه کړو.»

بل لور ته کروندګر شکایت کوي، چې طبیعي افتونه، وچکالي، ټیټې بیې، په کور دننه د مناسب بازار نشتوالی او د طالبانو حکومت او مرستندویه ادارو نه همکاري یې پر وړاندې لویې ننګونې دي.

د ننګرهار د چپرهار ولسوالۍ کروندګر وايي، د اوبو د نشتوالي له امله د ټوېلونو پرمټ خپلې کروندې اوبه کوي، چې دوی ته یې له ګټې تاوان زیات دی.

کروندګر د طالبانو له حکومت او اړوندو مرستندویه ادارو غوښتنه کوي، چې د بزګرانو د اقتصادي پیاوړتیا په موخه دې دوی ته اصلاح شوي تخمونه او کیماوي سرې  ورکړي او همدا راز دې د وچکالۍ د مخنیوي په موخه د اوبو بندونه جوړ کړي.

کروندګر وایي، د پنبې ټیټې بیې او د بازار نشتوالي له تاوان سره مخ کړي او ترلاسه شوی حاصل یې، شوی لګښت نه پوره کوي

کروندګر سیدا ګل وویل: «پنبه مونږ په ټوېلونو باندې اوبه کوو، په دغه پټي باندې تقریباً شل کم یا څه د پاسه پنځه سوه افغانۍ خرچه راځي، چې کله یې اوبه کوو.»

کروندګر محمد افضل بیا زیاته کړه: «دلته پنبه ورسېږي، دهقانان پرې تاوان وکړي، هلته یې نرخ ډېر ارزانه شي، بس دې کې دهقانان غریبان هم د ګټې پر ځای تاوان کې شي.»

 بل کروندګر سید معروف د دوی د خبرو په دوام وویل: «یو جریب ځمکه کې چې پنبه وکرو، ۲۰ ـ ۲۵ زره افغانۍ پرې مصرف راځي او هغه بیا خپلې پیسې نه پوره کوي؛ خو څه وکړو؛ پټی هم همداسې نه شو پرېښودلی او مونږ سره باید حکومت کومک وکړي.»

ورته مهال ننګرهار کې د طالبانو د کرنې ریاست چارواکي بیا د کروندګرو شته ستونزې مني او زیاتوي، چې کروندګرو سره یې د روزنې ترڅنګ په ګڼو نورو برخو کې مرستې کړې دي.

د دې ریاست طالب ویاند اجمل سبحاني وايي، هڅه کوي، چې د نړۍ والو مرستندویه ادرو پرمټ له کروندګرو سره همکاري وکړي؛ ترڅو د بزګرانو ستونزې حل او په ځان بسیا شي.

نوموړي وویل: «زمونږ د ترویجي کارمندانو له خوا د بزګرانو مشکلات وخت په وخت تعقیبېږي او له دوی سره په مختلفو برخو کې همکاري هم کېږي او د دې ترڅنګ په مختلفو برخو کې لکه د کر څخه نیولې بیا دا مختلف سټېجونه لري، بیا دا هر سټېج کې دوی ځي او هغوی سره عملا مشورې شریکوي، روزنه ورکوي ورته ترڅو وکولای شي ښه حاصل ترلاسه کړي.»

ننګرهار کې د طالبانو د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مالوماتو له مخې تېرکال د دغه ولایت په ۲۱ ولسوالیو کې په ۱۰۶۳ هکتاره ځمکه کې د پنبې کښت شوی و، چې ۱۷۸۲ مټریک ټنه حاصلات ترې ترلاسه شوي وو.

ننګرهار د هېواد په کچه د کرنې په برخه کې یو له غني ولایتونو دی، چې د نورو کښتونو ترڅنګ یې کروندګرو سږکال د پنبې کښت ته هم مخه کړې ده.

باور دادی، که د طالبانو حکومت او اړوندې مرستندویه ادارې په کور دننه د پنبې د پروسېس لپاره د کارخونو جوړولو، مناسب بازار او بهرنیو هېوادنو ته یې د لېږد په موخه پاملرنه وکړي؛ نو له یوه لوري به کروندګرو ته د ګټې وټې ښه سرچینه برابره شي او بل لور ته به د افغانستان د ملي اقتصاد په پیاوړتیا کې د پام وړ زیاتوالی راشي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه