اطلاعات روز: د برېتانيا د بهرنيو چارو وزارت افغانستان ته د دې هيواد د وګړو د نه سفر سپارښتنه کړې او ويلي يې دي چې د طالبانو له لوري د برېتانوي وګړو د نيول کېدو خطر شته.
دې وزارت ټينګار کړی دی چې برېتانيايي وګړي بايد افغانستان ته سفر ونه کړي.
د برېتانيا د بهرنيو چارو وزارت په سپارښتليک کې راغلي چې په زيات احتمال ترهګر په افغانستان کې د بريدونو د کولو په هڅه کې دي او په مذهبي ځايونو کې دننه او ورسره شاوخوا او هوايي ډګرونو ته څېرمه د تروريستي بريدونو خطر شته. دې وزارت په افغانستان کې د زلزلې د خطر په اړه هم برېتانيايي وګړو ته اخطار ورکړی.
د برېتانيا د بهرنيو چارو وزارت زياته کړې چې په افغانستان کې د برېتانيايي اتباعو د نيول کېدو خطر شته.
د دې وزارت په سپارښتنه کې راغلي: «شونې ده چې د برېتانيا دولت په داسې نيونو خبر نشي او د اړيکو د نيولو او قونسلي لاسرسي په لړ کې هم پام وړ ننګونې شته. ښايي له خپلو نژدې خپلوانو سره اړيکه ونشئ نيولای او ښايي بند مو د اتهام له شفافيت پرته اوږد شي.»
د برېتانيا د بهرنيو چارو وزارت يو څه وخت وړاندې د طالبانو له بند څخه د خپلو څلورو اتباعو د خوشي کېدو خبر ورکړی و.
د دې وزارت په وينا، برېتانوي ووګړي د «افغانستان د قوانينو د نقض» په تور نيول شوي و.
د برېتانيا د بهرنيو چارو وزارت د دې وګړو په استازيتوب بښنه غوښتې وه.
طالبان د بهرنيو وګړو نيول تاييدوي، خو د نيول شويو کسانو د شمېر په اړه څه نه وايي.
دې ډلې د روان ميلادي کال په لومړيو کې افغان-فرانسوي خبريال مرتضی بهبودي نيولی و چې تر ۲۸۴ ورځني بند وروسته خوشي شو.
طالبانو دا خبريال د «جاسوسۍ» او «د بهرنيانو د غير قانوني ملاتړ» په تور نيولی و، خو د دې ډلې محکمې بهبودي له يادو تورونو بري کړی دی.
