اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو ځایي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت په مومندرې ولسوالۍ کې له پاکستانه د بېرته راستنېدونکو افغان کډوالو لپاره لنډمهالی پنډغالی جوړېږي.
د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د طالبانو د اطلاعاتو آمر قریشي بدلون وایي، د دغه پنډغالي د جوړولو چارې تېره ورځ (جمعه، ۲۸ د تلې) د مومندرې ولسوالۍ اړوند «ډکې» سیمه کې پېل شوې دي.
بدلون زیاتوي، دغه پنډغالی د طالبانو حکومت له لوري جوړېږي، چې له پاکستان څخه د بېرته را ستنېدونکو کډوالو لپاره به خېمې، د څښاک پاکې اوبه، تشنابونه او نورې آسانتیاوې برابرې شي.
نوموړي د دغه پنډغالي د چارو بشپړولو کره نیټه نه ده په ډاګه کړې.
د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست لپاره د طالبانو مسوولین دغه راز وایي، له تېرې څه باندې یوې میاشتې راهیسې چې پاکستان د افغان کډوالو د ویستلو جبري لړۍ پېل کړې شاوخوا ۵۹۴۴ کورنۍ د تورخم دروازې له لارې هیواد ته راستنې شوې دي.
په همدې حال کې راستانه شوي کډوال وایي، چې له خورا جدي ستونزو سره مخامخ دي او غوښتنه کوي، چې د طالبانو حکومت او نړۍ والې مرستندوی ادارې دې ورسره لازمه همکاري وکړي.
