اطلاعات روز: په داسې حال کې چې د طالبانو او چین ترمنځ د «یو کمربند او یوې لارې» په پروژه کې د افغانستان د یوځای کیدو په اړه خبرې روانې دي، د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت له يادې پروژې سره د هیواد نښلیدل «په ملي، سيمهييزه او نړيواله کچه لوی بدلون» ګڼي.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وياند عبدالسلام جواد نن (پنج شنبه، ۲۷ د تلې) په يوه ويډيو کې ويلي، چې د يو کمربند او يوې لارې پروژه د ورېښمو هماغه لرغونې لار ده چې افغانستان ورسره په نښلېدو سلګونه کاله وروسته په سوداګرۍ، ترانزيټ او سيمهييز اقتصاد کې خپل ځای پيدا کوي.
دی زياتوي چې چين د تېرو کلونو پرمهال د ناامنۍ له کبله د يو کمربند او يوې لارې پروژې ته د افغانستان د شاملولو په تړاو زړه نازړه و؛ خو اوس په هيواد کې د بدلون تر راتلو وروسته چين له افغانستان سره په بېلابېلو پروژو کې همکارۍ ته لېواله دی.
جواد وايي، چې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدين عزيزي په چين کې د يو کمربند او یوې لارې په غونډه کې له دې هيواد سره سوداګريز، ترانزيټي او د پانګونې مسايل تعقيبوي.
عزيزي د يو کمربند او يوې لارې سوداګريزې او زيربنايي پروژې د لاسليک د لسمې کليزې په مراسمو کې د ګډون لپاره چين ته تللی دی.
عزيزې په تازه توګه د فرانسې خبري اژانس ته ويلي، چې د يوه کمربند او يوې لارې پروژې سره د يوه رسمي غړي په توګه د افغانستان د وصلېدو په تړاو خبرې روانې دي.
ده زياته کړې، چې د طالبانو حکومت له چين سره د «ژورو» اقتصادي همکاريو په لټه دی او پکن تر بل هر هيواد د افغانستان له ودې سره زياته لېوالتيا لري.
ده وويل: «موږ له چين سره (زيات شمېر) پروژې لاسليک کړي. افغانستان خپلو طبيعي زېرمو لکه مس او طلا ته په پام، د يوه کمربند او يوې لارې نړيوالې طرحې ارزښتمن بشپړوونکی دی.»
د يوه کمربند او يوې لارې پروژه د چين په نوښت لس کاله وړاندې پېل شوه. دا په تاريخ کې تر ټولو لويه زيربنايي پروژه ګڼل کېږي او د نړۍ څلور وچې رانغاړي. د ورېښمو لرغونې لار له يوه اړخه له اروپا او افريقا او بل لور ته له چين سره نښلوي.
د بي بي سي په وينا، د کمربند او لارې پروژه په منځني ختيځ کې د «ورېښمو د لارې» پر اوږدو لارې سړکونه او د اورګاډي پټلۍ او همدا راز د «يوويشتمې پېړۍ د ورېښمو سمندري لارې» کې له ختيځې اسيا تر سويلي اسيا او بيا تر منځني ختيځ او افريقا پورې سمندري لارې شاملې دي.
د دې سوداګريزې او زيربنايي پروژې د لاسليک د لسمې کليزې په مناسبت په چين کې غونډه رابلل شوې وه.
د دويمې ورځې غونډه پرون د روسيې او چين په ګډون د هيوادونو د مشرانو په ګډون ترسره شوه.
