اطلاعات روز: نيمروز کې ځايي سرچينه وايي، چې د دې ولايت په مرکز زرنج کې یوه ۲۶ کلن ځوان د یوه هوټل له دویم پوړ څخه ځان غورځولی او مړ شوی دی.
یوې سرچینې د نوم نه یادلو په شرط وویل، چې دغه ځوان تېره ورځ د خلکو د سترګو پر وړاندې ځان غورځولی او نن (چهارشنبه، ۲۶ د تلې) یې په روغتون کې ساه ورکړې ده.
د دغه ځوان د ځان راغورځولو یوه ویډیو چې په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې پکې لیدل کېږي چې یاد ځوان د یوه هوټل دویم پوړ ته ختلی او لږه شیبه وروسته د خلکو په منځ کې ځان راغورځوي.
تراوسه د دغه ځوان هویت او د ځان وژنې لامل نه دی معلوم او نه هم ځایي طالب چارواکو په دې اړه څه ویلي دي.
په هېواد کې ډيری دغه ډول پيښې د کورني تاوتريخوالي، فقر او بېکارۍ له امله رامنځته کېږي.
