د ملګرو ملتونو کارپوهان: پاکستان دې د ۱.۴ ميليونه افغان کډوالو ويستل ودروي

Photo: via UN_SPExperts on X

اطلاعات روز: په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپورچي ريچارډ بېنټ په ګډون د دغه سازمان کارپوهانو په يوه ګډه اعلاميه کې له پاکستانه غوښتي چې د ۱.۴ ميليونه افغان کډوالو او پناه غوښتونکو ويستل دې ودروي.

په دې وروستيو کې پاکستاني دولت اعلان کړی چې ټول هغه بهرني وګړي چې «سند نه لري» بايد د نوامبر تر لومړۍ نيټې له دغه هيواده ووځي، که نه نو وبه شړل شي.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو ويلي، چې دا پرېکړه تر ۱.۴ ميليونه زياتو افغان وګړو اغېز لري او په دې کې هغه وګړي هم شاملېږي چې په افغانستان کې د بشري حقونو د نقض او بشري کړکېچ له کبله پاکستان ته د امنيت او خونديتوب په موخه تښتیدلي دي.

دې کارپوهانو د کورنيو، ښځو او ماشومانو په ګډون د افغان وګړو د بيرته شړلو په تړاو اندېښنه ښودلې او ويلي يې دي چې هغوی به په خپل هيواد کې د بشري حقونو د جدي نقض په څېر له نه جبرانېدونکو زيانونو سره مخ شي.

دوی ويلي: «موږ له پاکستانه غواړو چې د نه شړنې مطلق او نه بدلېدونکی اصل دې مرات کړي او د ډلييزې او جبري شړنې مخه دې ونيسي.»

د ملګرو ملتونو کارپوهانو زياته کړې چې د پناه غوښتنې په تړاو د داخلي قوانينو او تګلارو نشتون هيوادونه له دې څخه نه استثنا کوي چې له نړيوالو بشري حقونو او عرفي قوانينو سره سم د نه شړنې د اصل له رعايتولو پر شا شي.

د دوی په وينا، د [کډوالو او پناه غوښتونکو] د نه شړلو ممنوعيت د شکنجې د منعې او نورو چلندونو يا هم ظالمانه، غير انساني او سپکوونکو مجازاتونو په کنوانسيون کې په صراحت راغلي چې پاکستان يې يو غړی دی.

کارپوهانو ويلي: «پاکستان بايد ټولې جبري شړنې ودروي او همدا راز بايد د هغو افغان اتباعو کوربتوب وکړي چې د امنيت موندنې لپاره ور تښتېدلي.»

دې کارپوهانو په پاکستان کې د کډوالو د نيولو او له هغوی څخه د ناسمې استفادې او له هغوی سره د غير قانوني چلند په تړاو اندېښنه څرګنده کړې ده.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو زياته کړې، چې د وګړو په خونديتوب کې بايد ښځو، نجونو، زړو افرادو او همدا راز د افغانستان د پخواني دولت چارواکو او امنيتي پرسونل، د بشري حقونو مدافعانو، د مدني ټولنې فعالانو او د رسنيو کارکوونکو ته لومړيتوب ورکړل شي.

دوی له پاکستانه مننه کړې چې د تېرو کلونو پرمهال يې په پرلپسې توګه د افغان وګړو کوربتوب کړی او له نړيوالو او د ملګرو ملتونو له غړو هيوادونو يې غوښتي چې په بېلابېلو هيوادونو کې دې له خطر سره د مخ وګړو ځای پر ځای کولو او د هغوی ملاتړ ته دوام ورکړي.

تر دې وړاندې هم د بشري حقونو بنسټونو د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو د شړلو په تړاو د پاکستان پر پرېکړي نيوکې کړې وې، خو پاکستاني چارواکي وايي، چې په خپله پرېکړه کې جدي دي.

ويل کېږي چې په دې ورځو کې له پاکستانه د افغان کډوالو د راتګ بهير روان دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه