لغمان کې د پاکو اوبو رسونې د دوو شبکو چارې بشپړې او د لسو نورو پېل شوې

اطلاعات روز: لغمان کې د طالبانو ځايي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت په مرکز مهترلام او یو شمیر ولسوالیو کې د پاکو اوبو رسونې دوه شبکې جوړې او د لسو نورو د جوړېدو چارې پېل شوې.

لغمان لپاره د طالبانو والي قاري ذین العابدین عابد وايي، دغه شبکې د مهترلام ښار په چهاردهي او عصمت قرارګاه سیمو کې جوړې او تېره ورځ (دوشنبه، ۲۴ د تلې) ګټې اخېستنې ته وسپارل شوې.

نوموړی زیاتوي، یادې دوه شبکې د یونیسف په مالي ملاتړ د ۹.۵ میلیونه افغانیو په لګښت جوړې شوي، چې څه باندې ۵۰۰ کورنۍ به ترې د څښاک لپاره ګټه پورته کړي.

عابد دغه راز وویل، چې د لغمان په پنځه ولسوالیو کې هم د یونېسف په مالي ملاتړ د څښاک د پاکو اوبو رسونې د لسو نورو شبکو د جوړېدو چارې پېل شوې دي.

د لغمان لپاره د طالبانو والي وایي، پر دغو شبکو ۴۰ مېلیونه افغانۍ لګښت راځي، چې په جوړېدو سره به یې شاوخوا ۳۰۰۰ کورنیو ته د څښاک د پاکو اوبو زمینه برابره شي.

نوموړي زیاته کړه، چې د پاکو اوبو رسونې دغه شبکې په الینګار، الیشنګ، قرغیو، دولت شاه او بادپښ ولسوالیو کې جوړېږي.

د لغمان په لېرې پرتو سیمو کې لاهم ګڼې کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته د نه لاسرسي له کبله له ګڼو ستونزو سره مخ دي او غوښتنه کوي، چې نړۍ والې مرستندویه ادارې دې په دې برخه کې لازم ګامونه واخلي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه