اطلاعات روز: د پکتيکا ولايت په مرکز ښرنه کې د تراکتور او کرولا موټر د ټکر له امله درې کسان مړه شوي او څلور نور ټپيان دي.
د دغه ولايت لپاره د طالبانو امنیې قومندانۍ د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې ياده پېښه نن (دوشنبه، ۲۴ د تلې) له غرمې وروسته د مرکز ښرنې اړوند په «خاچي» سيمه کې رامنځته شوې ده.
خبرپاڼه کې راغلي، یو کرولا موټر چې له غزني ولايت څخه د ښرنې ښار پر لور روان و، په یاده سیمه کې یې د تراکتور سره ټکر کړی چې په ترڅ کې یې درې تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او څلور نور په ټپي حالت روغتون ته استول شوي دي.
تراوسه د ټپيانو د روغتيايي حالت په اړه څه نه دي ويل شوي.
د دغې پیښې لامل د کرولا موټر د چلوونکي بې احتیاطي ښودل شوې ده.
هیواد کې د ترافیکي پیښو ستر لاملونه د ترافیکي قوانینو نه مراعت، د ډریورانو بې احتیاطي او خراب سړکونه ښودل شوي دي.
