د خوړو نړيواله ورځ؛ اوچا: په هرات کې زلزله ځپلي خوړو ته اړتيا لري

انځور: خواله رسنۍ

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) د خوړو په نړيواله ورځ ويلي، چې د افغانستان په لوېديځ کې د زلزلې له امله لسګونه زره زیانمن شوي کسان مرستو او خوړو ته اړتيا لري.

اوچا نن (دوشنبه، ۲۴ د تلې) پر خپله ايکس پاڼه ليکلي، چې د خوړو نړيواله ورځ په داسې حال کې را رسېدلې چې په دې وروستيو ورځو کې د افغانستان لوېديځ زلزلې لړزولی دی.

د اوچا په وينا، د هيواد په لوېديځ کې تر ۴۳ زره او ۳۳۵ تنه زيات کسان له زلزلې اغېزمن شوي دي.

دې دفتر زياته کړې چې مرستندوی بنسټونه اوس مهال په ټولو ځپل شويو سيمو کې ترکيبي او بشپړوونکو خوراکي مواد رسوي.

نن ورځ د خوړو له نړيوالې ورځې سره برابره ده.

د خوړو نړيوال پروګرام هم د دې ورځې په مناسبت پر خپله ايکس پاڼه ليکلي: «د خوړو په نړيواله ورځ نړۍ ته ور يادوو چې په افغانستان کې ۱۵ ميليونه خلک نه پوهېږي چې خپل راتلونکی خوراک به له کومه کړي. يعنې د نفوس ۳/۱ برخه.»

دې سازمان زياته کړې، چې په هرات کې زلزله د يوه وخيم انساني کړکېچ په څنګ کې يو بل ناورين دی.

د خوړو نړيوال پروګرام زياته کړې چې «افغانان بېړني ملاتړ ته اړتيا لري».

افغانستان هغه هيواد دی چې په نړيواله کچه پکې د خوړو د ناامنۍ سطح لوړه ده. پر هیواد د طالبانو تر واکمنېدو وروسته فقر او لوږه زيات شوي.

له بله اړخه، په افغانستان کې مرستندوی بنسټونه هم د بودیجې له کمښت سره مخ دي.

په عين حال کې، د تېرې اونۍ پرمهال د ژمي په را رسېدو سره يوې ويجاړوونکې زلزلې د هيواد لوېديځ ولړزاوه.

دې پېښې په هرات کې تر دوه زرو د زياتو کسانو ژوند واخيست او پراخه ويجاړي يې رامنځته کړه.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه