توماس وېسټ: د افغانستان شيعه ګان له تاوتريخجن افراطيته ډېر کړېدلي

انځور: ارشیف

اطلاعات روز: د افغانستان په چارو کې د امريکا ځانګړي استازي توماس وېسټ په بغلان کې پر شيعه لمونځ کوونکو بريد ته په غبرګون کې ويلي، چې د افغانستان شيعه مذهبه ټولنه «له تاوتريخجن افراطيته ډېره کړيدلې».

نوموړي نن (دوشنبه، ۲۴ د تلې) پر خپله ايکس پاڼه په يوه پيغام کې د دې بريد په تړاو خواشيني ښودلې او د قربانيانو له کورنۍ سره يې خواخوږي څرګنده کړې.

توماس وېسټ ليکلي: «د جمعې په ورځ په پلخمري کې د تروريستي بريد په اړه چې زيات شمېر بې ګناه شيعه لمونځ کوونکي پکې ووژل شول، سخت خواشينی يم. د افغانستان شيعه ګان له تاوتريخجن افراطيت څخه ډېر کړېدلي دي.»

د تېرې جمعې په ورځ تر غرمې وروسته د بغلان د مرکز پلخمري ښار د سيلو لومړي سړک ته څیرمه د امام زمان په مسجد کې د جمعې د لمانځه پرمهال چاودنه وشوه.

د نيويارک ټايمز ورځپاڼې له راپور سره سم، د دې بريد مسووليت داعش ډلې منلی او ويلي يې دي چې بريد کوونکي په مسجد کې دننه ځان ته چاودنه ورکړې.

له وروستيو شمېرو سره سم، په دې ځانمرګي بريد کې ۳۰ تنه وژل شوي او ۴۰ نور ژوبل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د امنيت شورا غړو د يوې اعلاميې په خپرولو سره دا بريد غندلی او له ټولو هيوادونو يې غوښتي چې د تروريستي اقداماتو له کبله له را پيدا کېدونکو ګواښونو سره دې له ټولو لارو چارو کار واخلي.

د امنيت شورا غړو د قربانيانو له کورنۍ سره خواخوږي ښودلې او ويلي يې دي چې يو  ځل بيا ټينګار کوي چې تروريزم په هره بڼه کې د نړۍ او افغانستان سولې ته جدي ګواښ دی.

تر دې وړاندې هم داعش د هزاره ټولنې پر غړو او د افغانستانه پر شيعه ګانو په مسجدونو، عمومي ځايونو، زدکړييزو مرکزونو او روغتونو کې بريدونه کړي.

تېرکال د کابل په لوېديځ کې پر يوه زدکړييز مرکز ځانمرګي بريد نړيوال غبرګونونه راوپارول. معترضينو د هزاره ګانو پر خلاف بريدونه نسل وژنې ته ورته ګڼل او غوښتنه يې کوله چې د هزاره ګانو نسل وژنه دې په رسميت وپېژندل شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه