کرکټ نړيوال جام؛ افغانستان په لومړي ځل انګلستان ته ماتې ورکړه

Afghanistan Cricket Board via Facebook

اطلاعات روز: د افغانستان او انګلستان لوبډلې نن د کرکټ د نړيوال جام په ۱۳ لوبه کې سره مخامخ شوې چې افغانستان وتوانېد انګلستان ته په لومړي ځل په ۶۹ منډو ماتې ورکړي.

د افغانستان او انګلستان تر منځ لوبه نن (يکشنبه، ۲۳ د تلې) د هند په ډيلي کې وشوه چې انګلستان د ټاس په ګټلو د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

د افغانستان له لوري د توپ وهنې پيل ښه و او د پيل لوبغاړي رحمان الله ګربز تيزې ۸۰ منډې وکړې. افغانستان خپله لومړۍ ويکټ پر ۱۱۴ منډو وبايلله.

تر دې وروسته افغان لوبغاړي ونه توانېدل چې د منډو بهير د مخکې په څېر روان وساتي او پرلپسې يې ويکټې وبايللې خو د اکرام علي خېل پنځوسيزې او په وروستيو کې د راشد او مجيب له لوري تېزو منډو له افغانستان سره مرسته وکړه چې د ۲۸۵ دفاع وړ هدف وټاکي.

د انګلستان له لوري د منډو پيل ښه نه و او پر لومړيو درو منډو يې د سر لوبغاړی له لاسه ورکړ.

تر دې وروسته يې نور لوبغاړي هم په ميدان کې ډېر تم نشول خو د انګلستان له لوري هيري بروک تر ټولو ډېري ۶۶ منډې وکړې او پر ۲۱۵ منډو يې ټوله لوبډله وسوځېدله.

د افغانستان له لوري مجيب الرحمان او راشد خان درې، محمد نبي دوې او فضل الحق فاروقي او نوين الحق يوه-يوه ويکيټ تر لاسه کړه.

د يادونې وړ ده چې افغانستان تر دې وړاندې په نړيوال جام کې خپلې لومړنۍ دوې لوبې بنګله دېش او هند ته بايللې دي.

افغانستان به د اکتوبر پر ۱۸ نېټه له نيوزيلينډ سره مخامخ کېږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه