اطلاعات روز: د طالبانو د معادنو او پيټروليم وزارت اعلان کړی دی چې د هرات ولايت د سيمنټو د توليد تړون يې له «ګلبهار ګروپ» شرکت سره لاسليک کړی دی.
د طالبانو د معادنو او پيټروليم وزارت سرپرست شهاب الدين دلاور نن (يکشنبه، ۲۳ د تلې) د دې تړون د لاسليکېدو په مراسمو کې ويلي چې دا د سيمنټو د توليد درېيم لوی تړون دی چې دا وزارت يې لاسليکوي.
ده زياته کړې چې دا تړون د ۱۴۲ ميليون ډالرو په ارزښت او د ۳۰ کلونو لپاره له «ګلبهار ګروپ» شرکت سره لاسليک شوی دی.
د طالبانو د معادنو او پيټروليم وزارت سرپرست ويلي چې د دې تړون په لاسليکېدو سره به پنځه زره کسانو ته په مستقيمه توګه د کار زمينه برابره شي.
د طالبانو د معادنو او پيټروليم وزارت وايي چې د کندهار، هرات او پروان جبل السراج ولايتونو د سيمنټو د توليد تړونونو ټول ارزښت ۶۴۲ ميليون ډالره دی او د دې تړونو له لارې ۱۵ زره کسانو ته د کار زمينه برابرېږي.
طالبانو تېره اونۍ د پروان د جبل السراج د سيمنټو د توليد تړون درو شرکتونو ته ورکړ چې يو قطري شرکت هم پکې و.
دې ډلې د تېر لمريز کال په وروستيو کې د کندهار ولايت د سيمنټو د توليد تړون له له يوه خصوصي شرکت سره لاسليک کړی و.
